د افغانستان د مطالعاتو او همکاریو مرکز د نومبر په ۱۳مه د جرمني په بن ښار کې د شاعر، لیکوال او ژباړن طایر ځلاند د درېیو نویو کتابونو د مخکتنې غونډه جوړه کړه، چې ګڼو پښتو او دري ژبو فرهنګیانو او ادبپالو پکې ګډون کړی و.
په دغو کتابونو کې «د ستورو باران» د دري ژبې د شاعر پرتو نادري د شعرونو پښتو ژباړه، «د هرمان هسه شعرونه» د جرمني شاعر هرمان هسه د شعرونو پښتو ژباړه او «دلته هم د رڼاګانو خوشبويي ده» د طایر ځلاند د خپلو شعرونو ټولګه شامله ده. دغه درې واړه کتابونه په افغانستان کې چاپ شوي او د ژباړل شویو شعرونو اصلي متنونه هم لري.
د طایر ځلاند په وینا، د دغو ژباړو موخه د افغانستان د ژبو ترمنځ د ادبي اړیکو پیاوړتیا او د ګډ ادبي محور رامنځته کول دي.
د یادونې وړ ده چې نوموړي دغه کتابونه په وروستیو کلونو کې لیکلي، ژباړلي او په افغانستان کې یې چاپ کړي دي.
طایر ځلاند
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس