د بښنې نړیوال سازمان وایي، په ۲۰۲۰ میلادي کال کې په نړۍ کې د اعدامونو کچه په لږ تر لږه یوې لسیزه کې ټیټې کچې ته رسیدلې ده.
په لندن کې مېشت دغه سازمان سې شنبې په ورځ (د وري ۳۱مه) په نړۍ کې د اعدامونو په اړه خپل راپور خپور کړ.
راپور کې راغلي، ایران او ۱۷ نورو هېوادونو تېر کال د کرونا ویروس له ګواښ سره سره هم اعدامونه اجرا کړي دي.
د دوی موندنې ښيي چې ۲۰۲۰ میلادي کال کې ۴۸۳ کسان اعدام شوي چې د ۲۰۱۹ کال پرتله ۲۶ فیصده کموالی ښيي.
پروسږ کال ایران ۲۴۶، مصر ۱۰۷، عراق ۴۵ او سعودي عربستان ۲۷ تنه اعدام کړي چې دا شمېر د ټولو اعدام شویو کسانو اتیا فیصده جوړوي.
چین، شمالي کوریا، سوریه او ویتنام په دوهمه درجه کې هغه هېوادونه یاد شوي چې اعدام په کې شوی.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس