د بښنې نړیوال سازمان ویلي، چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې مېشت میلیونونه افغان کډوال د خپلسرو نیونو له جدي ګواښ سره مخ دي او د هغوی افغانستان ته جبري ستنول ورځ تر بلې زیاتېږي. دغه سازمان ټینګار کړی چې دا وضعیت د کډوالو لپاره جدي اندېښنه رامنځته کړې ده.
دغه سازمان همداراز له ټولو هېوادونو غوښتي چې د افغانانو د ایستلو لړۍ ودروي او د هغوی سره چلند باید د نړیوالو بشري حقونو له قوانینو او د کډوالو د ساتنې له اصولو سره سم وي، څو د هغوی حقونه خوندي پاتې شي.
د بښنې نړيوال سازمان: «د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې میلیونونه افغان کډوال په جبري توګه ایستل کېږي او د هغوی شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي.
په کوربه هېوادونو کې دوی د خپلسرو نیونو او د کورنیو د جلا کېدو له ستونزو سره مخ دي، او افغانستان ته له ستنېدو وروسته د بشري حقونو له سرغړونو سره مخامخ کېږي، په داسې حال کې چې دغه هېواد د نړۍ له سختو بشري ناورینونو څخه یو تجربه کوي.»
دمالوماتو له مخې د افغانستان له وروستیو بدلونونو وروسته میلیونونه افغانان نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي او هلته د ژوند، کار او خوندیتوب په لټه کې دي.
خو په وروستیو کې د ځینو هېوادونو له لوري د هغوی د جبري ایستلو لړۍ زیاته شوې چې جدي نړيوالې اندېښنې یې راپورته کړې دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس