د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړی د کرکټ ملي لوبډله د زېمبابوې پر وړاندې بشپړه لوبلړۍ لري.
د کرکټ بورډ څخه(سه شنبې، د لړم۸مه)په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د زېمبابوې پر وړاندې یې د بشپړې لوبلړۍ لپاره د افغان کرکټ ملي لوبډلې نوملړ په ډاګه کړ چې د ۲۰۲۴م کال په ډېسمبر میاشت کې به پیل شي.
خبرپاڼې زیاته کړې چې په دې لوبلړۍ کې درې ۲۰ اوریزه، درې یو ورځنۍ او دوه ټېسټ نړیوالې سیالۍ شاملې دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې یاده لوبلړۍ د زېمبابوې په کوربهتوب ترسره کېږي او افغان ملي لوبډله به د ډېسمبر پر ۶مه د یاد هېواد پلازمېنې هراري ته ورسېږي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې ۲۰ اوریزه او یو ورځینۍ لوبې به په زېمبابوې کې د ډېسمبر پر ۹مه پیل او د ۲۰۲۵م کال جنورۍ میاشت تر ۶مه به دوام ومومي.
د افغانستان کرکټ بورډ سږنی کال د کورني او نړیوال کرکټ له اړخه ډېر بوخت او له لاسته راوړنو ډک بللی دی.
د یادونې وړ ده چې افغان کرکټ ملي
لوبډله له دې وړاندې د راتلونکې نومبر میاشتې په ۶مه نېټه د بنګلهدېش پر وړاندې د عربي متحده اماراتو په شارجه لوبغالي کې د درې یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پیلوي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس