Home » سپورټ » د افغانستان کرکت بورډ له زمبابوې سره د راتلوونکو لوبلړیو نېټې په ډاګه کړې

د افغانستان کرکت بورډ له زمبابوې سره د راتلوونکو لوبلړیو نېټې په ډاګه کړې

د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړی د کرکټ ملي لوبډله د زېمبابوې پر وړاندې بشپړه لوبلړۍ ‏لري.

د کرکټ بورډ څخه(سه شنبې، د لړم۸مه)په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د زېمبابوې پر وړاندې یې د بشپړې ‏لوبلړۍ لپاره د افغان کرکټ ملي لوبډلې نوملړ په ډاګه کړ چې د ۲۰۲۴م کال ‏په ډېسمبر میاشت کې به پیل شي.‏

خبرپاڼې زیاته کړې چې په ‏دې لوبلړۍ کې درې ۲۰ اوریزه، درې یو ورځنۍ او دوه ټېسټ نړیوالې سیالۍ ‏شاملې دي.‏

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې یاده لوبلړۍ د زېمبابوې په کوربه‌توب ترسره کېږي او افغان ‏ملي لوبډله به د ډېسمبر پر ۶مه د یاد هېواد پلازمېنې هراري ته ‏ورسېږي.‏

په خبرپاڼه کې راغلي چې ۲۰ اوریزه او یو ورځینۍ لوبې به په زېمبابوې کې د ډېسمبر پر ‏۹مه پیل او د ۲۰۲۵م کال جنورۍ میاشت تر ۶مه به دوام ومومي.‏

د افغانستان کرکټ بورډ سږنی کال د کورني او نړیوال کرکټ له اړخه ډېر بوخت او له لاسته راوړنو ډک بللی ‏دی.‏

د یادونې وړ ده چې افغان کرکټ ملي
لوبډله له دې وړاندې د راتلونکې نومبر میاشتې په ۶مه نېټه د بنګله‌‌دېش پر وړاندې د عربي متحده اماراتو په شارجه لوبغالي کې د درې یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پیلوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...