د افغانستان د زعفرانو کنسرسیوم وایي، د کیفیت د لوړوالي، معیاري بستهبندۍ او د نړۍوالو معیارونو د پلي کېدو له امله د هېواد د زعفرانو صادرات زیات شوي دي.
د دغه کنسرسیوم په وینا، افغان زعفران اوس د امریکا، اروپايي هېوادونو، چین او یو شمېر عربي هېوادونو په ګډون بېلابېلو نړۍوالو بازارونو ته په مستقیم ډول صادریږي.
د افغانستان د زعفرانو کنسرسیوم مسوول عبدالخالق خدادادي ویلي« د صادراتو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی او د نړۍ ګڼ بازارونه د افغان زعفرانو غوښتنه لري. د هغه په خبره، د افغانستان زعفران د لوړ کیفیت او غوره معیار له امله ځانګړی ځای لري او د لابراتواري ازموینو له بشپړېدو وروسته پېرودونکو ته وړاندې کېږي.»
افغانستان په وروستیو کلونو کې د نړۍ له هغو هېوادونو څخه شمېرل کېږي چې زعفران یې څو ځله په نړيوالو سیالیو کې د غوره کیفیت لرونکي زعفران په توګه پېژندل شوي دي.
د مالوماتو پر اساس، شاوخوا ۱۲ زره هکټاره ځمکه زعفران کرل شوي او روان کال په هېواد کې له ۴۰ ټنو څخه ډېر زعفران تولید شوي دي
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس