د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي، د افغانستان د غالیو په صنعت کې نږدې یو میلیون کسان په مستقیم او غیرمستقیم ډول بوخت دي.
د یاد معاونیت په وینا، ا.ا د لاسي صنایعو، په ځانګړې توګه د غالیو صنعت ته د ودې او پراختیا لپاره ځانګړې پاملرنه کړې ده. د اقتصادي معاونیت د مالوماتو له مخې، د روان کال په ترڅ کې د شاوخوا ۱۴ میلیونه ډالرو په ارزښت ۷۶۰ زره متره مربع افغاني غالۍ د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته صادرې شوې دي، چې په دغو هېوادونو کې اروپايي، عربي، افریقايي هېوادونه، ترکیه، امریکا، کاناډا، اسټرالیا او روسیه شامل دي.
مسوولین همداراز وایي، د افغاني غالیو د بازارموندنې لپاره په کور دننه او بهر کې سوداګریز نندارتونونه جوړ شوي دي. د دوی په وینا، افغان غالۍ د لوړ کیفیت او ځانګړو ډیزاینونو له امله په نړیوالو بازارونو کې پېژندګلوي پیدا کړې او د افغانستان په نوم نړیوالو بازارونو ته وړاندې کېږي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس