د هرات د ولایت مقام ويلي، چې د دغه ولایت د زندهجان د تورو ډبرو لومړۍ جوپه چې ارزښت یې ۱۰۰ زره امریکايي ډالرو ته رسيږي، د یوه شرکت له خوا د امریکا ته صادر شوې ده.
د هرات د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر نن (چهارشنبه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دا د افغانستان د صادراتي ډبرو لومړۍ جوپه ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې جوپه کې د هرات د زندهجان کان تورې ډبرې شاملې دي چې د هرات د صنایعو خونې له لارې امریکا ته صادرې شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، هرات د افغانستان له مهمو اقتصادي ولایتونو دی چې د بډایه کانونو، مناسب سوداګریز موقعیت او د صنعت برخه کې د پام وړ ظرفیتونو په لرلو سره د هېواد د صادراتو په پراختیا کې مهم رول لري.
د معلوماتو پر اساس، تورې ډبرې د افغانستان له هغو طبیعي ډبرو څخه دي چې د رنګ، کلکوالي او ښکلا له امله په کورنیو او نړیوالو بازارونو کې غوښتونکي لري. دغه ډبرې عموماً د ودانیو د فرشونو، دېوالونو، پخلنځیو، یادګاري ډبرو او نورو سینګار توکو په جوړولو کې کارېږي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس