Home » افغانستان » د افغانستان د تورو ډبرو لومړۍ جوپه امريکا ته صادر شوې
تورې ډبرې

د افغانستان د تورو ډبرو لومړۍ جوپه امريکا ته صادر شوې

د هرات د ولایت مقام ويلي، چې د دغه ولایت د زنده‌جان د تورو ډبرو لومړۍ جوپه چې ارزښت یې ۱۰۰ زره امریکايي ډالرو ته رسيږي، د یوه شرکت له خوا د امریکا ته صادر شوې ده.
د هرات د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر نن (چهارشنبه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دا د افغانستان د صادراتي ډبرو لومړۍ جوپه ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې جوپه کې د هرات د زنده‌جان کان تورې ډبرې شاملې دي چې د هرات د صنایعو خونې له لارې امریکا ته صادرې شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې، هرات د افغانستان له مهمو اقتصادي ولایتونو دی چې د بډایه کانونو، مناسب سوداګریز موقعیت او د صنعت برخه کې د پام وړ ظرفیتونو په لرلو سره د هېواد د صادراتو په پراختیا کې مهم رول لري.

د معلوماتو پر اساس، تورې ډبرې د افغانستان له هغو طبیعي ډبرو څخه دي چې د رنګ، کلکوالي او ښکلا له امله په کورنیو او نړیوالو بازارونو کې غوښتونکي لري. دغه ډبرې عموماً د ودانیو د فرشونو، دېوالونو، پخلنځیو، یادګاري ډبرو او نورو سینګار توکو په جوړولو کې کارېږي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملا برادر: ا.ا غواړي افغانستان د ټکنالوژۍ په برخه کې له نورو هېوادونو سره سیال کړي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا ...