Home » افغانستان » د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ د ۲۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزې هوکړې لاسلیک شوې
افغانستان او ازبېکستان

د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ د ۲۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزې هوکړې لاسلیک شوې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، چې د افغان چارواکو او سوداګرو ۱۰۰ کسیز پلاوي د اوزبېکستان د نمنګان ولایت ته د سفر پر مهال له ځایي چارواکو او سوداګرو سره د سوداګرۍ او پانګونې پر پراختیا پراخې خبرې کړې دي.

د سرچینې په وینا، د دغه سفر په ترڅ کې د افغانستان او ازبکستان خصوصي سکټورونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په موخه د شاوخوا ۲۱۰ میلیون ډالرو په ارزښت یو شمېر سوداګریز هوکړه لیکونه هم لاسلیک شوي دي او ترڅنګ يې د افغانستان د تازه مېوو د صادراتو او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر برابرولو هم ټینګار شوې.

مسوولین زیاتوي چې دا هوکړې به د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري نوره هم پراخه او پیاوړې کړي، او د صادراتو او وارداتو په برخه کې به نوي فرصتونه رامنځته کړي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

نن په ۲۰ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین لړۍ پيل شوه

د عامې روغتیا وزارت اعلان ...