د آریانا افغان هوايي شرکت اعلان کړی چې یوه چارټر بوینګ الوتکه، چې د شپږو میاشتو لپاره د اردن له هوايي شرکت څخه په کرایه اخیستل شوې، د کابل نړیوال هوايي ډګر ته را رسېدلې ده.
د دغه شرکت د معلوماتو له مخې، یاده الوتکه د ۲۹۰ مسافرو د لېږد او د ۲۵ ټنه بار د انتقال ظرفیت لري. ټاکل شوې ده چې له سبا څخه خپل نړیوال پروازونه پیل کړي او دا به د آریانا افغان د هوايي خدمتونو د پراختیا او د الوتنو د اسانتیاوو د ښهوالي برخه وي.
دا اقدام کولی شي د افغان او بهرنیو مسافرو لپاره د پروازونو زیاتوالي او د لا زیاتو اسانتیاوو زمینه برابره کړي او د سیمې د هوايي بازار کې د آریانا افغان د مقام په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس