د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند مشر او د پاکستان د پارلمان غړي خوشحال خان کاکړ پر اسلاماباد نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د ناسمو سیاستونو له امله یې د پښتونخوا د پښتنو سوداګریزې اړیکې له افغانستان سره زیانمنې کړې دي. نوموړي ویلي، د پښتونخوا پښتانه له افغانستان سره شاوخوا دوه نیم میلیارده ډالره سوداګري لري.
خوشحال خان کاکړ د پاکستان له حکومته وغوښتل چې په دغه هېواد کې مېشتو افغان کډوالو ته تابعیت ورکړي. هغه ټینګار کړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ پر وړاندې خنډونه د سیمې پر اقتصاد منفي اغېز کوي او باید د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې پیاوړې شي.
خوشحال خان کاکړ
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس