د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د جرمني له «شپیګل» مجلې سره مرکه کې ویلي، چې افغانان له جګړې ستړي شوي او نه غواړي د اوسني حکومت پر ضد د مقاومت له لارې بیاځلې جګړې ته ولاړ شي.
نوموړي همداراز په ياده مرکه کې ويلي، چې افغانستان کې د اوسني حکومت له حاکمېدو راپدېخوا امنیت ښه شوی، خو اقتصادي ستونزې، د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار بندیز یې لا هم ننګونې یادې کړې دي.
هغه همدارنګه د کابل او اسلاماباد اړیکو په اړه وضاحت ورکړی او ټینګار یې کړی چې پاکستان د تېرو څلورو لسیزو راهیسې له افراطي ډلو ملاتړ کړی، او اوس د همدې سیاستونو پايلې تجربه کوي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس