Home » افغانستان » جنرال کارل سټیو:امریکا د ترهګرو د ماتې ارمان بېرته ځان سره یووړ
رویداد خبري آژانس

جنرال کارل سټیو:امریکا د ترهګرو د ماتې ارمان بېرته ځان سره یووړ

کارپوهان وایي، امریکا په افغانستان کې خپلو اهدافو ته نه ده رسېدلې.

نیویارک پوسټ د امریکا د یو متقاعد جنرال کارل سټیو له قوله ویلي، امریکا له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه افغانستان ته راغلې وه خو پرته له دې چې خپل اهداف تر لاسه کړي دا دی اوس له میلیاردونو ډالرو بې ځایه مصرف وروسته خپلې اوږې سپکوي او له افغانستان د وتلو په حال کې ده.

نوموړي زیاته کړې، د امریکا هدف له صحنې د طالبانو او القاعده ډلې محوه کېدل وو خو اوس خپله طالبانو سره مرسته کوي څو یاده ډله صحنې ته راولي.

په ورته وخت کې یو بل افغان کارپوه له سینهوا خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، امریکا تر کلونو بې ځایه جګړو او میلیاردونو ډالرو لګښت وروسته نه یوازې د القاعده ډلې په شکست ونه توانېده بلکې د دوی په حضور کې داعش ډلې هم خپلې ریښې وغځولې.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

له ارمانه تر خاموشو هيلو؛ په ۲۰۲۵ کال په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو د وضعیت څېړنه

رویداد خبري اژانس په یوه ...