د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا وبا ۲۳۴ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۱ زره او ۵۹۴ ته رسېدلی دی.
د روغتیا وزارت په وینا، په همدې موده کې پر کرونا اخته نهه کسه مړه شوي او ۶۶۲ نور بیا بېرته رغېدلي دي.
د یاد وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر دوه زره او ۱۳۵ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۴۰ زره او ۵۸۲ ته لوړ شوی دی.
د یادونې ده چې نن سهار د روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور یوه خبري غونډه کې له هېوادوالو وغوښتل چې د کرونا وېروس مخنیوي لپاره دې ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران او پاکستان ته له تګ راتګه په کلکه ډډه وکړي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس