Home » افغانستان » ترکیې له افغان سولې سره د بشپړې همکارۍ ژمنه کړې
رویداد خبري آژانس

ترکیې له افغان سولې سره د بشپړې همکارۍ ژمنه کړې

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د تاجیکستان پلازمینه دوشنبې کې د اسیا زړه کنفرانس په څنډه کې له حنیف اتمر سره کتلي دي.

دواړو لورو پر افغان سوله او په ترکیه کې د افغان سولې په اړه پر جوړېدونکي کنفرانس خبرې کړې دي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو ویلي تمه لري چې د اسیا زړه کنفرانس او ورپسې د ترکیې کنفرانس وکړی شي افغانستان کې د سولې سبب شي او افغانان له روانې خونړۍ جګړې را وباسي.

هغه ډاډ ورکړی چې ترکیه د سولې په مسئله کې د افغانانو ترڅنګ ولاړه ده او هڅه کوي داسې یوې پایلې ته دواړه لوري وهڅوي چې ټولو افغانانو ته د منلو وړ وي.

حنیف اتمر هم ویلي چې د افغان سولې په برخه کې د سیمې د هېوادونو همکاري اړینه ده او ویلي یې دي چې د ترکیې په غونډه کې به افغان لوری له بشپړ تیاري سره ګډون کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

له ارمانه تر خاموشو هيلو؛ په ۲۰۲۵ کال په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو د وضعیت څېړنه

رویداد خبري اژانس په یوه ...