د جرمني رسنۍ دویچه وله راپور ورکړی چې افغانستان ته د جرمونو په تور د محکومو کډوالو د ایستلو د بهیر د اسانتیا لپاره، د دغه هېواد فدرالي حکومت تمه لري چې د ا.ا څلور نوي ډيپلوماټان دغه هېواد ته وروغواړي. د راپور له مخې، د دغو ډیپلوماټانو حضور به د قونسلي چارو او د اخراجونو د اداري همغږۍ په چټکتیا کې مرسته وکړي.
د راپور له مخې، جرمني تر دې وړاندې هم په بن ښار کې د افغانستان سرقونسلګري او په برلین کې د افغانستان سفارت د ا.ا. ډیپلوماټانو ته سپارلي وو. که څه هم برلین د ا.ا حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د قونسلي خدمتونو او ځینو عملي اړتیاوو لپاره ورسره محدودې اړيکې ساتل شوې دي.
په ورته مهال، د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت وړاندیز کړی چې افغانستان ته د محکومو کډوالو د لېږد لپاره هره میاشت درې چارټر الوتنې ترسره شي او ترڅنګ یې د سوداګریزو الوتنو له لارې انفرادي اخراجونه هم دوام ومومي. د جرمني حکومت وایي، د هغو بهرنیو وګړو ایستل به لومړیتوب ولري چې د جدي جرمونو له امله محکوم شوي وي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس