ایراني ویبپاڼو خبر ورکړی چې په وروستیو ورځو کې د ایران د مشهد او کرج په زندانونو کې پنځه تنه افغانان اعدام شوي دي.
د يو بل راپور مخې، د دوو وروڼو په ګډون څلور تنه افغان بنديان د مشهد ښار په وکيل اباد زندان کې اعدام شوي دي.
ویل شوي، چې د دې څلورو بندیانو نومونه، زمان طاهري، سلام طاهري (دواړه وروڼه)، غلام قادر ساماني او ابراهیم نورزي ښودل شوي دي.
د راپورونو له مخې، دا څلور کسان په ۱۳۹۸ کال کې د نشه يي توکو په تړاو په مشهد کې نیول شوي وو، چې د دې ښار په انقلابي محکمه کې د اعدام په سزا محکوم شوي وو. د دغو څلورو کسانو د اعدام حکم د پنجشنبې په سهار (د وري په ۳۰مه) عملي شوی دی.
د ایران د بشری حقوقو د سازمان د وېبپاڼې د راپور له مخې، د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ (د وري په ۲۹مه) د یو افغان تبعه په ګډون درې تنه بندیان چې په جلا جلا قضیو کې د «قتل عمد» یا «جنسی تیری» په تور نیول شوي وو، د کرج په قزل حصار زندان کې اعدام شوي دي.