Home » سیمه او نړی » ایران کې په تېرو څو ورځو کې پنځه افغانان اعدام شول

ایران کې په تېرو څو ورځو کې پنځه افغانان اعدام شول

ایراني ویبپاڼو خبر ورکړی چې په وروستیو ورځو کې د ایران د مشهد او کرج په زندانونو کې پنځه تنه افغانان اعدام شوي دي.

د يو بل راپور مخې، د دوو وروڼو په ګډون څلور تنه افغان بنديان د مشهد ښار په وکيل اباد زندان کې اعدام شوي دي.

ویل شوي، چې د دې څلورو بندیانو نومونه، زمان طاهري، سلام طاهري (دواړه وروڼه)، غلام قادر ساماني او ابراهیم نورزي ښودل شوي دي.

د راپورونو له مخې، دا څلور کسان په ۱۳۹۸ کال کې د نشه يي توکو په تړاو په مشهد کې نیول شوي وو، چې د دې ښار په انقلابي محکمه کې د اعدام په سزا محکوم شوي وو. د دغو څلورو کسانو د اعدام حکم د پنجشنبې په سهار (د وري په ۳۰مه) عملي شوی دی.

د ایران د بشری حقوقو د سازمان د وېبپاڼې د راپور له مخې، د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ (د وري په ۲۹مه) د یو افغان تبعه په ګډون درې تنه بندیان چې په جلا جلا قضیو کې د «قتل عمد» یا «جنسی تیری» په تور نیول شوي وو، د کرج په قزل حصار زندان کې اعدام شوي دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

قاهره د غزې په اړه خبرې کوي؛ اسراییلو په دغو خبرو کې ګډون نه دی کړی

په غزه کې د اوربند ...