Home » سیمه او نړی » امریکا:ایران ۱۶ میلیارده ډالر پر ترهګرۍ لګولي دي
رویداد خبري آژانس

امریکا:ایران ۱۶ میلیارده ډالر پر ترهګرۍ لګولي دي

ایران له ۲۰۱۲ز کال راهیسې ۱۶ میلیارده ډالر پر ترهګریزو فعالیتونو پانګونه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د حسن روحاني پر وروستیو څرګندونو غبرګون ښودلی دی.

حسن روحاني د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته ویلي وو چې ارو مرو به امریکا د ایراني ملت ارادې ته تسلیمېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي ایران په سیمه کې د ترهګرو ډلو او ترهګریزو فعالیتونو ملاتړی دی او له ۲۰۱۲ز کال راهیسې یې ۱۶ میلیارده ډالر پر ترهګریزو فعالیتونو، ترور او خپلو شریکانو پانګونه کړې ده.

په دې وروستیو کې د ایران او امریکا ترمنځ ناندرۍ اوج ته رسېدلې دي او پر بېلو مسایلو د یو بل پر ضد څرګندونې او اقدامات کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اروپايي ټولنې په هرات کې خونړی بريد په کلکه عندلی دی

په افغانستان کې د اروپايي ...