امریکا خبرداری ورکړی چې که په زندان کې د پوتین سرسخت مخالف الکسي ناوالنۍ ومري نو ناوړه پایلې به ولري.
ناوالنۍ چې د ډوډۍ نهخوړولو اعتصاب کړی، د ډاکترانو یوې ډلې یې روغتیایي وضعیت خطرناک بللی دی.
له زندانه د ناوالنۍ د خوشې کېدو لپاره پر کرملېن د مخ په زیاتېدونکو فشارونو په لړ کې د هغه پلویانو پراخې مظاهرې رابللې دي.
روسي چارواکو تر اوسه له دې ډډه کړې چې یوه خپلواک ډاکتر ته اجازه ورکړي چې ۴۴ کلن ناوالنۍ له نږدې معاینه کړي.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان پرون یکشنبه له سياېناېن ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل، د روسیې حکومت تهیې ویلي هر هغه څه چې له ناوالنۍ سره پېښېږي، د نړیوالې ټولنې لهخوا بهیې مسؤل دوی وي ځکه نوموړی د دوی په زندان کې دی.
هغه زیاته کړه دا چې دوی به څه ډول اقدام کوي اوس په ښکاره په دې اړه څه نهشي ویلی، خو دا یې د روسیې حکومت ته واضح کړې چې که په ښاغلي ناوالنۍ څه وشي نو ناوړه عواقب به ولري.
ناوالنۍ د جنوري له میاشتې راهیسې له کله چې له جرمني بېرته روسیې ته ستون شوی، نیول شوی او مسکو ته نږدې په یوه زندان کې ساتل کېږي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس