سپینې ماڼۍ د یوه نوي وړاندیز له مخې د ایبولا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره شاوخوا ۱.۴ میلیارده ډالر نوې بودیجه ځانګړې کړې.
د ټرمپ ادارې یوه لوړپوړي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې له دې ټولې بودیجې څخه شاوخوا ۸۰۰ میلیونه ډالر یوازې د ایبولا له امله رامنځته شوي بشري ناورین د کنټرول، درملنې او عاجلو مرستو لپاره ځانګړي شوي دي او پاتې پیسې به د څارنې سیستمونو، واکسینونو، لابراتوارونو او د ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي پروګرامونو لپاره ولګول شي.
ایبولا ویروس چې د نړۍ له تر ټولو خطرناکو ویروسي ناروغیو څخه ګڼل کېږي، تر ډېره په افریقایي هېوادونو کې په ځانګړي ډول د کانګو دیموکراتیک جمهوریت او ځینو ګاونډیو سیمو کې وخت ناوخت محدودې بڼې خپرېږي. د نړیوال روغتیا سازمان د وروستیو کلونو د معلوماتو له مخې، دا ناروغي په عمومي ډول په لویه کچه نړیواله وبا نه ده ګرځېدلې، خو په ځینو کلونو کې د څو محدودو خپرېدو په ترڅ کې لسګونه تر سلګونو پورې پېښې ثبت شوې دي.
د روغتیا نړیوالو ادارو په وینا، د ایبولا وروستۍ ثبت شوې خپرېدل هم په افریقا کې د محدودو پېښو په توګه ثبت شوي، او د پراخې نړیوالې وبا حالت ته نه دي رسېدلي. له همدې امله اوس هم تمرکز پر چټک تشخیص، د تماسونو تعقیب، او د واکسین تطبیق باندې دی څو د هرې نوې پېښې د پراخېدو مخه ونیول شي.
ایبولا ویروس
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس