Home » افغانستان » افغان ځواکونو په هلمند کې د طالبانو له یو زندانه ۲۸ ملکیان راخوشي کړي
رویداد خبري آژانس

افغان ځواکونو په هلمند کې د طالبانو له یو زندانه ۲۸ ملکیان راخوشي کړي

افغان ځواکونو په هلمند کې د طالبانو یو زندان مات کړی دی.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي چې د افغان کمانډو ځواکونو یې تېره شپه  د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي دي.

 دغه وزارت نن سې شنبه (د وري ۳۱مه نېټه ) په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، په چې  دې عملیاتو کې په یاده ولسوالۍ کې د طالبانو یو زندان مات شوی چې شاوخوا ۲۸ زندانیان ترې راخلاص شوي دي.

 اعلامیه کې راغلي چې یاد کسان ټول ملکي وګړي وو. افغان ځواکونو دا هم ویلي چې په دې عملیاتو کې یې شپږ طالب وسله وال هم وژلي دي.

 طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

له ارمانه تر خاموشو هيلو؛ په ۲۰۲۵ کال په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو د وضعیت څېړنه

رویداد خبري اژانس په یوه ...