Home » Tag Archives: رویداد خبری آژانس (page 13)

Tag Archives: رویداد خبری آژانس

ملګري ملتونه: افغانستان کې وچکالۍ میلیونونه خلک اغېزمن کړي

‏د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې د ۲۰۲۵کال پر مهال وچکالۍ د افغانستان په ۱۲ولایتونو کې د شاوخوا ۳.۴میلیونه وګړو پر ژوند منفي اغېز کړی دی.اوچا په خپل راپور کې ویلي، د ځمکې لاندې اوبو د کچې د پام وړ ټیټېدو له امله ګڼې ...

Read More »

د اريانا افغان هوايي شرکت بوینګ چارټر الوتکه کابل نړيوال هوايي ډګر ته راورسېده

د آریانا افغان هوايي شرکت اعلان کړی چې یوه چارټر بوینګ الوتکه، چې د شپږو میاشتو لپاره د اردن له هوايي شرکت څخه په کرایه اخیستل شوې، د کابل نړیوال هوايي ډګر ته را رسېدلې ده. د دغه شرکت د معلوماتو له مخې، یاده الوتکه د ۲۹۰ مسافرو د لېږد ...

Read More »

امریکا د دوهم ځل لپاره د ایران پر پوځي اهدافو بریدونه وکړل

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې امریکایي الوتکو د دوهمې پرله‌پسې ورځې لپاره د ایران نظامي مواضع په هوايي بریدونو کې هدف ګرځولي دي.ټرمپ ویلي چې دا بریدونه د ایران له لوري د دوهمې ورځې پرله‌پسې بریدونو په ځواب کې ترسره شوي، چې پکې بې‌پیلوټه الوتکو د هرمز تنګي ...

Read More »

سرګي لیبیدیف: افغانستان باید د اوراسیا په اقتصادي او ټرانزیټي پروژو کې شامل شي

د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو ټولنې (CIS) سرمنشي ویلي چې د افغانستان منزوي کول د اوراسیا د امنیت لپاره یوه ناکامه تګلاره ده.سرګي لیبیدیف، د «پریماکوف لوستونو» غونډې پر مهال ویلي، چې افغانستان باید د اوراسیا په اقتصادي او ټرانزیټي پروژو کې شامل شي.د هغه په وینا، اوسنی جیوپولیټیک وضعیت ...

Read More »

خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د خوراکي وضعیت د لا خرابېدو خبرداری ورکړی

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وایي، له پاکستان سره د سرحدي لارو له تړل کېدو وروسته، ایران د افغانستان د سوداګرۍ اصلي مسیر ګرځېدلی دی. د دې ادارې د راپور له مخې، اوس شاوخوا ۶۰ سلنه سوداګري د ایران له لارې ترسره کېږي او د مرکزي اسیا ...

Read More »

د ایران او امریکا ترمنځ یو ځل بیا متقابل بریدونه شوي

د ایران د سپاه پاسدارانو سمندري ځواکونو ویلي، د امریکا د وروستیو هوايي بریدونو په غبرګون کې یې د متحده ایالتونو پر ځینو پوځي هدفونو بریدونه کړي دي. سپاه پاسداران په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړی، که پر ایران بیا برید وشي، د تهران ځواب به تر دې هم سخت ...

Read More »

امريکا د ايبولا ويروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره شاوخوا ۱.۴ مليارده ډالره مرسته ځانګړې کړې

سپینې ماڼۍ د یوه نوي وړاندیز له مخې د ایبولا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره شاوخوا ۱.۴ میلیارده ډالر نوې بودیجه ځانګړې کړې.د ټرمپ ادارې یوه لوړپوړي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې له دې ټولې بودیجې څخه شاوخوا ۸۰۰ میلیونه ډالر یوازې د ایبولا له امله رامنځته ...

Read More »

امریکا: د ایران مذاکراتو کې به د خلیج هېوادونه هم خبر ساتل کېږي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د بحرین د خپل سفر پر مهال ویلي چې واشنګټن به له ایران سره د سولې د وروستۍ هوکړې د ترلاسه کولو په بهیر کې د خلیج هېوادونو ګټې هم په جدي ډول په پام کې ونیسي.هغه زیاته کړې چې امریکا به ...

Read More »

د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه.

د اتصالاتو مخابراتي شرکت مرکزي دفتر د ځانګړي مراسمو په ترڅ کې د يادې کمپنۍ نوم او لوګو د بدل کړل. دغه مخابراتي شرکت چې له دې مخکې د اتصالات افغانستان په نوم فعالیت درلود له دې وروسته به د اي انډ په نوم فعالیت ولري.د ياد شرکت مسوولینو ويلي، چې ...

Read More »

اوچا: د سوېل ختیځو زلزلو زیانمن شوي لا هم له سختو ستونزو سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ويلي، چې د افغانستان په سوېل ختیځو سیمو کې د زلزلو له امله زیانمن شوي کسان لا هم د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له ستونزو سره مخ دي. د اوچا د عامه مالوماتو د ملاتړ او مدیریت ...

Read More »