Home » سیمه او نړی (page 75)

سیمه او نړی

د پاکستان پوځ: ملګنډ ډوېژن کې د وسله‌والو خلاف ګام پورته کوو

په قبايلي سيمو کې د وسله‌والو مخالفانو د شمېر پر زياتوالي له نيوکو وروسته نن شنبه د(وږي په ۲۶مه) د پاکستان پوځ ويلي، چې په يادو سيمو په ځانګړې توګه په ملکنډ ډوېژن کې د وسله‌والو پر وړاندې ګام پورته کوي. د پاکستان د پوځ د پېښور قول اردو قومندان ...

Read More »

ارمينيا د اذربايجان پر وړاندې جګړه کې له روسيې پوځي مرسته وغوښته

له تېرې دوشنبې ورځي راهيسې د اذربايجان او ارمينيا ترمنځ په ناګورنو کاراباخ سيمه کې بيا جګړه پيل شوې او تر دې دمه په کې د دواړو هېودونو لسګونه سرتېري وژل شوي دي. د ارمنيا لومړي وزير نيکول پاشينيان ويلي، چې د اوسنۍ جګړې له پيل تر دې مهال ۱۰۵ ...

Read More »

د سرحدي تخطيو له امله د تاجکستان او قرغيزستان ترمنځ جګړه شوې

د قرغيزستان او تاجکستان ځواکونو نن چهارشنبه د (وږي په ۲۳مه) په ګډه پوله کې جګړه کړې او پر يوه او بل يې درنې وسلې هم کارولي دي. د قرغيزيستان د سرحدي ځواکونو له لوري په دې اړه خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي، چې د دې هېواد بولاک باشي ...

Read More »

پاکستان کې د پوځ لوی درستز د ګمارنې پر سر سياسي جنجالونه

ټاکل شوې چې په راتلونکي نومبر مياشت کې د پاکستان د پوځ لوی درستز جنرال قمر جاوېد باجوه د دندې موده پای ته ورسېږي او له همدې کبله حکومت مسوول دی، چې د پوځ د لوی درستز څوکۍ ته د جنرالانو له منځه يو غوره کړي. خو دغه بحث دامهال ...

Read More »

د سوات د امن يوه ځايي حرکت مشر په بمي چاودنه کې وژل شوی

د خيبرپښتونخوا په سوات سيمه کې د امن ځايي حرکت د مشر ادريس خان پر موټر پرون سې‌شنبه ناوخته د (وږي په ۲۲مه) بمي چاودنه شوې ده. ځايي چارواکو ويلي، چې په چاودنه کې په خپله ادريس خان، د نوموړي دوه ساتونکي او دوه نور عام ولسي وګړي وژل شوي ...

Read More »

د پاکستان پوځ: افغان طالبان دې د پاکستان خلاف خپلې خاورې کارېدل بند کړي

د پاکستان پوځ په يوه اعلاميه کې د افغانستان له سرپرست حکومت غوښتي، چې د پاکستان خلاف د ترهګريزو بريدونو په موخه دې د افغانستان د خاورې له کارېدو مخنيوی وکړي. پوځ دا اعلاميه پرون سې‌شنبه د (وږي په ۲۲مه) په کرمې ايجنسۍ کې پر پاکستاني پوځيانو د وسله‌وال بريد ...

Read More »

د ارمنيا او اذربايجان ترمنځ تازه نښته کې لسګونه ارمني سرتېري وژل شوي

د ارمنيا او اذربايجان ترمنځ د روسيې په منځګړېتوب له څو مياشتني اوربند وروسته، په ناګورنو قره‌باغ سيمه کې يو وار بيا د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه پيل شوې. تازه د ارمنيا لومړي وزير نيکول پاشينيان ويلي، چې له اذربايجان سره ګډې پولې ته څېرمه يې په جګړه کې ۴۹ ...

Read More »

له خارکيف د روسي ځواکونو په وتلو سره، اوکرايني ځواکونو عمليات پراخ کړي

وروسته له هغې چې روسيې د اوکراين ختيځ لوی ښار خارکيف له ځينو سيمو څخه د خپلو ځواکونو د وتلو اعلان وکړ، ورسره سم اوکرايني ځواکونو د روسي ځواکونو خلاف خپل عمليات پراخ کړل. د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي که څه هم د عملياتو د پراختيا په اړه څه نه ...

Read More »

سرېلانکا د کرکټ اسيا جام سياليو اتلولي خپله وګټله

پرون ماښام د (وږي په ۲۱مه) د کرکټ اسيا جام سياليو پايلونه ترسره شوه او د پايلوبې په دې لوبه کې، د پاکستان او سرېلانکا لوبډلې سره مخ شوې. سرېلانکايۍ لوبډلې د لوبې لومړۍ پاڼۍ په توب وهنې سره پيل کړه او د ټاکلو شلو اوورونو په لوبولو سره يې ...

Read More »

چارلس درېيم: برېتانيا ته د خدمت لپاره به الېزابت لار دوام ولري

د بريتانيا نوي پاچاه چارلس درېيم چې د خپلې مور ملکې الېزابت له مړينې وروسته پاچاه ټاکل شوی، پرون له بکېنګهم ماڼۍ څخه خپل ملت ته لومړنۍ وينا وکړه. نوموړي د خپلې وينا په پيل کې ملکې الېزات ته د درناوي مراتب وړاندې کړل او له هغې وروسته يې وويل، ...

Read More »