د جرمني چارواکي، د یوې ښي اړخي افراطي ډلې پر ضد د پلټنو په ترڅ کې په سلګونو میله وسلې او په زیات شمېر مهمات ترلاسه کړې دي. داسې ادعا کیږي، چې دغې ډلې غوښتل د جرمني حکومت نسکور کړي. د جرمني عدلې وزارت پرون وویل، چې تر اوسه درې ...
Read More »ډونالډ ټرمپ بیا ځلې پخواني ټویټر اوسني ایکس شبکې ته راستون شو
ټرمپ تازه له دوه نیمو کلونو وروسته یو وار بیا ایکس شبکې ته چې پخوا ټوېتر نومېده راستون شوی. هغه په خپل اولني بیان کې د خپل عکس په خپرولو سره لیکلي: «د ټاکنو مداخلې، هېڅکله مه تسلیمیږه!» دا د ډونالډ ټرمپ لومړنی پوست دی، چې د ۲۰۲۱ کال د ...
Read More »د اندونیزیا سواحلو کې د یوې بېړۍ د ډوبېدو له کبله ۱۵ کسان مړه شوي
د اندونیزیا د سولاوسي ټاپو سواحلو ته نږدې د لرګي د یوې وړې بېړۍ د ډوبېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۱۵ تنه مړه شوي. د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې د اندونیزیا د پلټنې او ژغورنې چارواکو دغه شمېرې اعلان کړي دي. دغې اداره په ...
Read More »پاکستان کې سېلابونو ۱۳ کسان مړه کړي او ۷ نور ټپيان دي
په پاکستان کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو د راتلو له کبله لږ تر لږه دیارلس کسان مړه شوي او اووه نور ټپیان دي. اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د مسوولینو په حواله ویلي، چې په تېرو دوو ورځو کې په خیبرپښتونخوا کې نهه کسان مړه شوي او همداراز ۸۰ کورونه ...
Read More »روسي چارواکي: اوکرایین مسکو کې بې پیلوټه الوتکې برید کړی
رپوټونه وايي د روسیې پلازمېنه مسکو کې د دوشنبې سهار وختي د بې پیلوټه الوتکې بریدونه شوي چې دوو ودانیو ته پکې زیان اوښتی. مسکو د دغو بریدونو تور پر اوکرایین پورې کړی دی. د روسیې دفاع وزارت ویلي دوه ډرون یا بېپیلوټه الوتکې یې راغورځولي دي او دا چې ...
Read More »روسیې د اوکرایین پر اودیسا بندري ښار نور راکټي بریدونه کړي
اوکرایین کې چارواکي وايي چې روسي ځواکونو د دغه هېواد په اودیسا بندري ښار کې د توغندیو تازه بریدونه کړي دي. دوی په دغو بریدونو کې د یوه کس د وژل کېدو او ۱۹ نورو د ټپي کېدو پخلی کړی دی. د اودیسا والي ‘اولېه کیپر’ ویلي، چې د ۴ ...
Read More »کمبودیا کې ټاکنې؛ د واکمن ګوند د بریا تمه کیږي
تمه کیږي، چې د کمبودیا واکمن د خلکو ګوند په ننۍ پارلماني ټاکنو کې یو ځل بیا ګټونکي شي. د دې هېواد د ټاکنو کمیسیون وايي، چې رای ورکول نن سهار په ځايي وخت ۷ بجې پیل او د ماسپښین تر ۳ بجو پورې به دوام وکړي. د چارواکیو په ...
Read More »قهرجنو معترضانو په بغداد کې د سویډن سفارت ته اور ورته کړ
په سویډن کې د قران کریم د سوځولو په اعتراض کې سلګونو کسانو نن سهار په بغداد کې د سویډن پر سفارت برید وکړ او سفارت ته یې اور ورته کړ. د سویډن د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې اعلان کړی چې په بغداد کې د ...
Read More »د عراق په څوارلسو بانکونو د امریکا لخوا نوي بندیزونه ولګیدل
د امریکا خزانې وزارت او د نیویارک مرکزي بانک د عراق پر څوارلسو بانکونو بندیز ولګاوه. دا پرېکړه د امریکا د خزانې وزارت له یوې کلنې څارنې وروسته شوې ده چې ښایي د عراق اقتصاد اغېزمن کړي. د وال سټریت ژورنال ورځپاڼې د راپور له مخې دا تحریم د دې ...
Read More »پاکستاني طالبانو په پېښور کې دوه پولیس وژلي او دوه نور يې ټپیان کړي
پاکستاني طالبانو دوه پاکستاني پولیس وژلي او دوه نور يې ټپیان کړي دي. دا پولیس نن د جولای ۲۰مه په پېښور ښار کې د سړک د غاړې پر یوې پوستې په برید کې وژل شوي دي. د سیمې د پولیسو مشر ارشد خان ویلي، د بریدکوونکو د موندلو لپاره هڅه ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس