Home » سیمه او نړی (page 62)

سیمه او نړی

د عراق په څوارلسو بانکونو د امریکا لخوا نوي بندیزونه ولګیدل

د امریکا خزانې وزارت او د نیویارک مرکزي بانک د عراق پر څوارلسو بانکونو بندیز ولګاوه. دا پرېکړه د امریکا د خزانې وزارت له یوې کلنې څارنې وروسته شوې ده چې ښایي د عراق اقتصاد اغېزمن کړي. د وال سټریت ژورنال ورځپاڼې د راپور له مخې دا تحریم د دې ...

Read More »

پاکستاني طالبانو په پېښور کې دوه پولیس وژلي او دوه نور يې ټپیان کړي

پاکستاني طالبانو دوه پاکستاني پولیس وژلي او دوه نور يې ټپیان کړي دي. دا پولیس نن د جولای ۲۰مه په پېښور ښار کې د سړک د غاړې پر یوې پوستې په برید کې وژل شوي دي. د سیمې د پولیسو مشر ارشد خان ویلي، د بریدکوونکو د موندلو لپاره هڅه ...

Read More »

امریکا له اوکراین سره نوره پوځي مرسته اعلان کړه

امریکا  له اوکراین سره د یو اعشاریه درې میلیارده ډالرو په ارزښت نوې پوځي مرسته اعلان کړه. د امریکا دفاع وزارت پرون په یوه بیان کې ویلي، چې په دې به اوکراین ته هوایي مدافع، د ټانک ضد توغندي، ډرون الوتکې او نور پوځي وسایط او مهمات چمتو شي. په ...

Read More »

هند کې د ځمکې د ښويېدو له کبله تر سلو ډیر کسان تر خاورو لاندې شوي

د هند په لوېدیځ مهاراشترا ایالت کې د ځمکې ښویېدنې په پایله تر سلو ډېر کسان تر خاورو لاندې شوي دي او لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي. رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې دا پېښه د سختو او پرله‌پسې بارانونو وروسته رامنځته شوې ده. بهرنیو رسنیو ویلي، چې ...

Read More »

د ښځو فوټبال نړیوال جام سیالیو له پیل څو ساعته مخکې کوربه هېواد کې د ډزو خونړۍ پېښه شوې

د نیوزلنډ د اکلنډ ښار په مرکزي برخه کې داسې حال کې د ډزو پېښه کې دوه کسان وژل شوي، چې څو ساعته وروسته دلته د ښځو فوټبال نړیوال جام پرانیستې مراسم ترسره کېږي. پېښه د ښار په مرکزي سوداګریزه برخه کې رامنځته شوې او د پولیسو په ګډون دې ...

Read More »

د سکاټلنډ یوه ساحل کې د ۵۵ نهنګانو یو ځايي‌ مړینه

د سکاټلنډ په یوه سمندرغاړه کې ۵۵ نهنګان مړه شوي دي. ځايي چارواکو ویلي، دا په تېرو څو لسیزو کې د دومره شمېر نهنګانو د یو ځايي مړینې لومړنۍ پېښه ده. دا پېښه د سکاټلنډ په “لېويس” ټاپو کې شوې. چارواکو ویلي، ۵۵ پیلوټ نومي نهنګان د یکشنبې سهار په ...

Read More »

اوکراييني چارواکي: د واګنر وسله وال بېلاروس ته اوښتي دي

د اوکرایین سرحدي ځواکونو تایید کړه چې د واګنر اجیرې ډلې وسله وال له روسیې ګاونډي بېلاروس ته اوښتي دي. د اوکرایین سرحدي ګارد ‘ډي‌پي‌اېس‌یو’ ويلي د دې پر ارزونه بوخت دي چې مالومه کړي د واګنر څومره وسله وال اوس بېلاروس کې دي او دا چې هلته چېرته ځای ...

Read More »

د ناټو په سرمشریزه کې د ناټو-اوکراین ګډه شورا جوړه شوه

د ناټو عمومي منشي د ناټو-اوکراین په نوم شورا د جوړېدو خبر ورکړی او په وینا یې دا ګام به دواړه لوري سره نږدې کړي. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پرون چهارشنبه د دغې سرمشریزې په پای کې وویل، له اوکراین سره ګډه شورا ناټو ته د دغه هېواد ...

Read More »

روسي ځواکونو پر کییف او نورو ښارونو بریدونو ته دوام ورکړی

د اوکراین پوځ او سیمه ییز چارواکي وايي، په درېیمه پرله‌پسې ورځ هم روسیې د کییف په ګډون پر نور ښارونو د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه ته دوام ورکړی دی. د چارواکو په وینا، سره له دې چې هوايي دفاعي ځواکونه د دغو بریدونو په شنډولو توانېدلي، خو ...

Read More »

د پیسو نړیوال صندوق پاکستان ته د ۳ میلیارد ډالرو پور تصویب کړ

د پیسو نړیوال صندوق ویلي، چې پاکستان ته یې د درې میلیارد ډالرو پور تصویب کړ. دوی زیاته کړې، چې اجراییه بورډ موافقه وکړه چې دغه پیسې به د نهو میاشتو په موده کې پاکستان ته ورکول کېږي ترڅو د دې هېواد د اقتصادي ثبات د پروګرام ملاتړ وشي. د ...

Read More »