Home » سیمه او نړی (page 58)

سیمه او نړی

کډوالي؛ اسپانیا کناري ته نږدې د کډوالو یوه بېړۍ ورکه شوې

اسپانیا کې مرستندویان وايي د دغه هېواد کناري ټاپو ګانو ته څېرمه اوبو کې د یوې ورکې شوې بېړۍ په لټون بوخت دي‌، چې تر ۲۰۰ ډېر کډوال یې لېږدول.‌ د دې بېړۍ په اړه ویل شوی چې پر تری تم کېدو یې له یوې اوونۍ ډېر وخت اوړي.‌ د ...

Read More »

بایډن له اردوغان سره په ناټو کې د سویډن پر غړیتوب ټلیفوني خبرې کړې دي

د امریکا سپینې ماڼۍ ویلي، چې ولسمشر جو بایډن د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته په ټلیفوني خبرو کې ویلي، چې هیله من دی سویډن ډېر ژر د ناټو غړی شي. ترکیې د هنګري تر څنګ په ناټو کې د سویډن له غړیتوب سره مخالفت کړی دی. د ترکیې ...

Read More »

ترکیې اوکرایین ته پوځي بندیان ورسپارلي، خو مسکو غوسه دی

ترکيې اوکرایین ته د هغو پوځیانو په ورستنولو د روسیې غوسه راپارولې چې روسي پوځیانو تېر کال د ماریوپول ښار د پولادو په ازوفستال کارخونه کې نیولي وو. دغه اوکرايیني پوځیان ترکيې ساتل او د بندیانو د تبادلې په یوه معامله کې یې اوکرایین ته سپارلي دي. خو کرېملېن ویلي ...

Read More »

سوریې په دغه هېواد کې د بي بي سي پر خپرونو بندیز ولګاوه

د سوریې حکومت د هغه څه له کبله چې دوی “مغرضانه او ګمراه کوونکي رپوټونه” بللي، دغه هېواد کې د بي‌بي‌سي فعالیت لغوه کړی دی. د سوریې اطلاعاتو وزارت ویلي دغه شبکه د “مسلکي معیارونه” په مراعاتولو کې پاتې راغلې. بي‌بي‌سي‌ په دې وروستیو کې داسې یو رپوټ خپور کړی ...

Read More »

ازبکستان کې ټاکنې؛ واکمن ولسمشر د درېیم ځل واک ترلاسه کولو په لټه کې دی

د ازبکستان حکومت د پرېکړې پر اساس د دې هېواد ولسمشریزې ټاکنې له وخت وړاندې نن پیل شوې. په دې ټاکنو کې د اوسني ولسمشر شوکت میرضیایف په شمول څلور کسان یو له بل سره سیالي کوي. د ۳۴ ميليونه نفوس لرونکي هېواد ازبکستان ټاکنې د سيمه پر وخت ۸ ...

Read More »

سوډان کې هوايي بریدونو لږترلږه ۲۲ کسان وژلي دي

د سوډان پلازمېنه خرطوم کې د پوځ په هوايي بریدونو کې لږترلږه ۲۲ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي. عیني‌ شاهدانو ویلي، چې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شته.‌ دغه هوايي بریدونه شنبه سهار وختي‌ خرطوم کې د نیل سیند پورې غاړه د ‘ام درمان’ ښار ...

Read More »

ایران کې پر یوه امنیتي مرکز وسله وال برید شوی

ایراني رسنۍ وايي شنبه د جولای د اتمې پر سهار، د ایران زهدان کې د پولیسو د څار او کنټرول پر یوه مرکز وسله والو برید کړی او له امنیتي ځواکونو سره پر نښتو دي. برید په زاهدان کې پر ۱۶ کلانترۍ یا د پولیسو د څار پر مرکز شوی. ...

Read More »

جرمني کې اووه تنه د احتمالي بریدونو ترسره کولو په تور نیول شوي

د جرمني پولیسو د پنجشنبې په ورځ جولای شپږمه (چنګاښ ۱۵) وویل، اووه کسان یې د ترهګریزو بریدونو د پلان کولو په تور نیولي چې د اسلامي دولت (داعش) له ډلې څخه یې الهام اخیستی و. د جرمني لویې څارنوالۍ پنجشنبه (۶ جولای) خبر ورکړ چې د دوی په وینا ...

Read More »

 چین کې د کرونا د پېښو زیاتوالی؛ تېره میاشت یې ۲۳۹ کسان مړه کړي

چینايي چارواکو تایید کړه چې تېره جون میاشت په دغه هېواد کې ۲۳۹ تنه د کوېډ۱۹ له کبله مړه شوي دي. د راپورونو له مخې، په چین کې یو وار بیا د کوېډ۱۹ پېښې زیاتې شوي. د کرونا پېښې او د خلکو مړینه د سختو محدودیتونو تر لرې کېدو وروسته ...

Read More »

د پاکستان په لاهور کې د کم ساري اورښت له کبله ۱۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

پاکستاني رسنیو ویلي، چې د پاکستان پنجاب په مرکز لاهور کې د دویمې پرله پسې ورځې لپاره د کم ساري اورښت او سیلابونو راوتو له امله ۴ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ژوبل شوي دي. چارواکي وايي، چې دغه کسان په دوو جلا پیښو؛ د چت او دیوار نړیدو ...

Read More »