Home » سیمه او نړی (page 53)

سیمه او نړی

ټرمپ د جنوبي کارولینا په ګوندي ټاکنو کې «نیکي هیلي» ته ماتې ورکړه

د امریکا پخواني ولسمشر، ډونالډ ټرمپ په جنوبي کارولینا ایالت کې د جمهوري غوښتونکو په لومړنیو ټاکنو کې خپلې سیالې «نیکي هیلي» ته په سلو کې ۶۰ رایو په ګټلو ماتې ورکړې ده. ټرمپ، چې د استیضاح د ۹۱ تورونو په اړه د څلورو محاکمو لپاره هم چمتووالی نیسي، په ...

Read More »

چین: د دوحې غونډې له ا.ا سره د خبرو اترو زمینه برابره نه کړای شوه

د افغانستان په چارو کې د چين ځانګړي استازي «يو شيائو یونګ» په دوحه کې د هېوادونو د ځانګړو استازو د دویمې ناستې په اړه ویلي، چې دې ناستې د ا.ا له چارواکو سره د خبرو اترو هغسې زمینه برابره نه کړه چې په وینا یې څنګه چې چین او ...

Read More »

رینا امیري: نړیواله ټولنه د افغانستان د ښځو او نجونو د ستونزو رسېدلو ته ژمنه ده

د بشري حقونو او افغان مېرمنو لپاره د امریکا ځانګړې استازې، رینا امیري وایي، چې نړیواله ټولنه د افغان نجونو او ښځو ستونزو رسېدلو ته ژمنه ده. امیري شنبه د کب ۵مه په خپله اېکس پاڼه د افغانستان په اړه د دوحې ناسته مهمه بللې او زیاته کړې یې ده: ...

Read More »

حوثيانو پر بریتانوي کښتۍ برید کړی؛ په سمندر کې د سوځېدلو تېلو ۲۹کیلومتره نښې څرګندې شوې

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) وايي چې د حوثیانو له خوا پر بریتانوي کښتۍ تر برید وروسته په سمندر کې د سوځېدلو تېلو ۲۹ کیلومتره نښې څرګندې شوې دي. سنتکام پرون جمعه د فبروري ۲۳مه، ویلي چې په سره سمندرګي کې د «روبي مار» په نوم بریتانوي کښتۍ ...

Read More »

زلنسکي ‘په ۲۴ ساعتونو کې د اوکراین جګړې د درېدو په تړاو’ د ټرمپ ادعا رد کړه

په داسې حال کې چې د روسیې او اوکراین د جګړې درېیم کال پیل شوی، د اوکراین ولسمشر «ولادیمیر زلنسکي» په دغه هېواد کې د جګړې د بندېدلو په اړه د ټرمپ خبره رد کړې او ویلي یې دي: “ټرمپ دا جګړه په ۲۴ ساعتونو کې پایته نشي رسولای.” په ...

Read More »

سنټکام: د حوثیانو اووه بېړۍ ضد توغندي له منځه وړل شوي

د امریکا مرکزي قوماندانۍ، سنټکام اعلان کړی چې د حوثیانو اړوند اووه د کښتۍ ضد کروز توغندي او یو د کښتۍ ضد بالسټیک توغندي له منځه وړل شوي دي. سنټکام په یوه خبرپانه کې ویلي چې دا توغندي سره سمندرګي ته د توغول کېدو لپاره چمتو شوي وو. د سنټکام ...

Read More »

د ملګرو ملتونو له لوري په غزه کې د اوربند غوښتنه

ملګرو ملتونو په غزه کې یو ځل بیا د بشردوستانه اوربند غوښتنه کړې ده. د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترش په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د غزې په شمالي سیمو کې د خلکو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی. ګوترش زیاته کړې، چې په یادو سیمو کې له شپږو ...

Read More »

له پاکستان څخه نږدې ۳۰۰افغان کډوال کاناډا ته ولېږدول شول

د کاناډا د کډوالو او تابعیت اداره وايي چې له پاکستان څخه یې ۲۷۳ افغان کډوال دغه هېواد ته لېږدولي دي. دې ادارې د چهارشنبې په ورځ د کب ۲مه په اېکس پاڼه په یوه اعلامیه کې ويلي چې دغه شمېر افغان کډوال په یوه چارټر الوتنه کې ونکوور ښار ...

Read More »

امریکا د اسراییل او غزې په جګړه کې د سملاسي اوربند لپاره وړاندیز شوی پرېکړه لیک ویټو کړ

امریکا پرون سه شنبه د کب لومړۍ نېټه په غزې کې د سملاسي اوربند په اړه د امنیت شورا پرېکړه لیک ویټو کړی دی. د راپورونو له مخې، حماس د امریکا دا پرېکړه غندلې او په یوه اعلامیه کې یې ویلي چې دا ویټو د اسرائيل د اشغال د اجنډا ...

Read More »

د پاکستان دوو ګودونو د ایتلافي حکومت پر جوړولو هوکړه وکړه

له لس ورځو مزاکراتو وروسته د پاکستان دوو سیاسي ګوندونو د یو ایتلافي دولت پر جوړولو هوکړه کړې ده. پاکستاني رسنیو ویلي چې دا هوکړه د پاکستان د خلکو د ګوند مشر او د اصف علي زرداری د زوی «بلاول بوټو زرداري» او د مسلم لیګ ګوند د مشر، نواز ...

Read More »