Home » سیمه او نړی (page 26)

سیمه او نړی

د پاکستان حکومت ته د تحریک انصاف ګوند لخوا د پراخ لاریون خبرتیا

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان اړوند (تحریک انصاف) ګوند نن (شنبې، دلوې ۲۰مه) د پراخ لاریون خبر ورکړی. دوی په خپلې خبرتیا کې له خپلو پلویانو غوښتنه کړې چې په لویه کچه په دغه لاریون کې برخه واخلي. دوی دا خبرتیا داسې مهال ورکوي چې پرون (جمعه) ...

Read More »

ټرمپ محرمانه معلوماتو ته د بایډن لاسرسی لغوه کړ

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ (جمعه، د سلواغې ۱۹مه) د جو بایډن امنیتي جواز لغوه کړ. ټرمپ پخپلې ټولنیزې شبکې ټروت سوشیل کې لیکلي، چې نور د دې اړتیا نشته چې جو بایډن محرمو معلوماتو ته لاسرسی ولري او په سمدستي توګه باید د مخکني ولسمشر جو بایډن امنیتي ...

Read More »

ملګرو ملتونو د افغان کډوالو په اړه د پاکستان د نوي پلان په تړاو اندېښنه وښوده

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري او د کډوالو نړیوال سازمان چهارشنبې د سلواغې ۱۷مه په یوې ګډې اعلامیې کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د اېستلو د نوي پلان په اړه اندېښنه ښودلې ده. دا په داسې حال کې ده چې ...

Read More »

ټرمپ له نتنیاهو سره وکتل

د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ، د اسراییلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره کتلي او پر یو لړ موضوعاتو یې خبرې کړې دي. د سپینې ماڼۍ د معلوماتو له مخې، د دواړو مشرانو په خبرو کې مهم بحث د غزې او اسراییلو ترمنځ د اوربند په تړاو و چې ...

Read More »

سویډن کې په یو ښوونځې کې د وسله وال برید له امله ۱۰ کسان ووژل شول

سویډني چارواکي وایي چې پرون ( سه شنبې، د سلواغې ۱۶مه) د سویډن د اوریبرو ښار په ثانوي ښوونځي کې دننه په ډزو کې لږ تر لږه ۱۰کسان وژل شوي دي. د سویډن صدراعظم اولف کریسټرسن، دا په هېواد کې ټولو ناوړه ډله ییزه وژنه بللې. ښاغلي کریسټرسن وویل چې ...

Read More »

سعودي تر یو کال پورې له پاکستان څخه د تېلو پیسې نه غواړي

د پاکستان د صدراعظم دفتر ویلي، چې دغه هېواد پرون (دوشنبې، د سلواغې ۱۵مه) د سعودي عربستان له پراختیایي صندوق سره یو تړون لاسلیک کړ، چې له مخې یې دې هېواد ته اجازه ورکوي، چې تر یوه کال پورې سعودي عربستان ته د تېلو د وارداتو لپاره ۱.۲ میلیارد ډالره ...

Read More »

پاکستاني چارواکي: له افغانستان سره په ګډه د پولیو د له منځه وړلو هڅې کوو

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ویلي، له افغانستان سره په ګډه د پولیو د له منځه وړلو هڅه کوي. شهباز شریف دا خبره یکشنبې (د سلواغې ۱۴مه) د پولیو د واکسیناسیون د پیل په مناسبت کړې ده. پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني دوه هېوادونه دي چې پولیو لا پکې ...

Read More »

واشنګټن ډي سي ته نږدې یوه مسافر وړونکې الوتکه نسکوره شوه

د هوايي چلند ادارې او سپینې ماڼۍ چارواکو رسنیو ته ویلي چې یوه کورنۍ مسافر وړونکې الوتکه د رونالډ ریګن واشنګټن هوایي ډګر ته نږدې له یوې نظامي چورلکې سره ټکر شوې او د پوټامیک سیند ته غورځېدلې ده. د امریکن ایرلاینز شرکت تایید کړه چې په مسافر وړونکې الوتکه ...

Read More »

د امریکا د مرستو بندېدل په افغانستان او پاکستان کې د پولیو ضد پرمختګ ته لاره هواروي

د روغتیا د نړیوال سازمان یو چارواکي پرون (چهارشنبې، سلواغې ۱۰مه) خبرداری ورکړ چې د متحدو ایالتونو د بهرنیو مرستو بندېدل په افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ ناروغۍ د مخنیوي پروګرام له ګواښ سره مخ کوي. افغانستان او پاکستان په نړۍ کې دوه هغه هېوادونه بلل کېږي،‌ چې لا ...

Read More »

اسراییلو دوه کسان ایران ته د جاسوسۍ په تور نیولي

اسراییلي پولیسو او د کورني امنیت خدماتو ادارې (دوشنبې، سلواغې ۸مه) ویلي چې د دې هېواد دوه اتباع ایران ته د جاسوسۍ په تور نیول شوي دي. ویل کېږي چې د تورنو کسانو څخه یو یې د نظامي خدمت پر مهال د دې هېواد هوایي دفاع سیسټم په اړه محرم ...

Read More »