په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) اعلان کړی چې جورجټ ګانیون د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوې ځانګړې استازې د سیاسي مرستیالې په توګه کابل ته راغلې ده.پ یوناما په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی چې مېرمن ګانیون د خپلې دندې د پیلولو ...
Read More »ایران کې د دوو افغانانو په ګډون ۱۴ کسان اعدام شوي
د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، په دغه هېواد کې د دوو افغانانو په ګډون ۱۴ کسان اعدام شوي دي. یاد سازمان پرون (شنبې، د تلې ۷مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه ۱۴ کسان د وږي له ۲۶مې نیول شوي وو او تر تېرې چهارشنبې پورې د شېراز ...
Read More »رویټرز: د ایران مشر علي خامنهای خوندي ځای ته لېږدول شوی
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د ایران د اسلامي جمهوریت مشر، علي خامنهای په ایران کې د سختو امنیتي تدابیرو سره خوندي ځای ته لېږدول شوی دی. رویټرز نن (شنبه د تلې ۷مه) لیکلي چې دا اقدام وروسته له هغه شوی چې د اسراییلو په برید کې د لبنان ...
Read More »اسراییل: حسن نصرالله ووژل شو
اسراییلي پوځ اعلان کړی چې د لبنان د حزب الله مشر، حسن نصرالله د جمعې په ورځ په بیروت کې د دغه ګوند پر مرکزي دفتر په بریدونو کې وژل شوی دی. د اسراییلو پوځ په خپله اېکس پاڼه لیکلي: “حسن نصرالله نور نشي کولی نړۍ په وحشت کې واچوي.” ...
Read More »د افغانستان «خبریالانو او خپلواکو رسنیو» د کاناډا -بريټانیا د خپلواکۍ جایزه وګټله
د کاناډا – بريټانیا د مطبوعاتو د ګډې خپلواکۍ جایزه د افغانستان «خبریالانو او خپلواکو رسنیو» ته ورکړل شوه. دا جایزه په هغه مراسمو کې چې پرون شپه (جمعه، د تلې ۶مه) په نیویارک ترسره شول د افغانستان د خبریالانو او خپلواکو رسنیو په استازیتوب د امو ټلویزیون اجرایي مدیر ...
Read More »نتنیاهو: په ایران کې داسې ځای نشته چې د اسراییلو لاس ور ونه رسېږي
د اسراییلو لومړی وزیر، بنیامین نتنیاهو، جمعه د تلې شپږمه د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې ویلي چې اسراییل په ایران کې د هغو ترهګرو او د هغوی د ملاتړ کوونکو پر وړاندې په مبارزه کې بریالي دي چې پر هېواد یې د اکټوبر د اوومې بریدونه ترسره کړي ...
Read More »د پیسو نړیوال صندوق پاکستان ته ۷ میلیارد ډالر پور ورکړ
د پیسو نړیوال صندوق وایي، پاکستان ته یې د ۷ میلیارد ډالرو پور په ورکولو هوکړه کړې، خو دغه قرارداد لا هم د دې سازمان د اجراییوي بورډ تصویب ته په تمه دی. د پیسو نړیوال صندوق په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی، چې د دغه نوي ۳۷ میاشتیني قرارداد ...
Read More »پوتین لوېدیځ ته د اټومي وسلوپه واسطه ګواښ وکړ
د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین (چهارشنبې، د تلې ۴مه) اعلان وکړ چې ټول لوېدیځ هېوادونه چې اټومي وسلې لري که د اوکراین لخوا پر روسیه په برید کولو کې مرسته وکړي، مسکو به دا اقدام د روسیې په فدرسیون ګډ برید وبولي. پوتین دا موضوع د خپل هېواد د امنیت ...
Read More »پاکستان کې چاودنې یو پولیس وژلی او څلور نور یې ټپیان کړي
پاکستاني چارواکي خبر ورکوي چې د خیبرپښتونخوا په سوات سیمه کې پر پولیسو ماین چاودنه شوې چې له کبله یې پنځه پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي چې چاودنه هغه مهال رامنځته شوې چې د ۱۲ هېوادونو سفیران په مینګوره کې د سوات د سوداګرۍ ...
Read More »ایران د اسرائیل سره د همکارۍ کولو په تور ۱۲ تنه نیولي دي
د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو یکشنبه، د تلې لومړۍ، ویلي چې ۱۲ تنه یې د اسرائیل سره د همکارۍ او د دې هیواد امنیت پر ضد کړنو پلان لرلو په تور نیولي دي. ایراني ځواکونو پرته لدې چې نور جزیات ورکړي چې دا کسان ایرانیان که د بهرنیو هیوادونو ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس