د افغانستان بانک مسوولان وایي، چې د تېر کال په پرتله په روان کال کې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۱۶ سلنه زیات شوی دی. د افغانستان بانک ویاند له رویداد سره په مرکه کې ویلي چې یاد بانک وکولای شو په تېر یو کال کې د افغانۍ ...
Read More »د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د لوږې پراخېدو ته اندېښنه ښودلې
د خوړو نړیوال پرګرام وايي چې څلور میلیونه شېدې خوړونکي ماشومان او امېندوارې مېرمنې مناسبو خوړو ته د نه لاسرسي له امله په خوارځواکۍ اخته دي. دې ادارې ویلي چې په افغانستان کې شاوخوا ۱۶ میلیونه کسان نه پوهېږي چې د بل څاښت ډوډۍ به له کومه پیدا کوي. د ...
Read More »یونیسف: په افغانستان کې تنفسي ناروغۍ زیاتې شوي دي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي، د روان کال په جنورۍ میاشت کې په افغانستان کې د تنفسي ناروغۍ ۱۶۰ زره پېښې ثبت شوې دي. یونیسف د دې ناروغۍ د زیاتوالي لامل سړه او ککړه هوا بولي او زیاتوي چې د دې ناروغۍ د ټولو پېښو ۶۲ ...
Read More »بلخ کې د رېل پټلۍ د بیارغونې کار پیل شو
په بلخ کې د ا.ا ځایي مسوولانو په یاد ولایت کې د رېل پټلۍ د ویجاړو شوو برخو د بیارغونې د پیل خبر ورکړی دی. د بلخ د رېل پټلۍ رییس، محمدشفیق محمود، ویلي چې په دې پروژه شپږ میلیونه، ۳۰۰ زره امریکایي ډالر لګښت راځي او قرارداد یې له ...
Read More »نورستان کې د غر ښویېدل؛ ۲۵۰ کورونه له خطر سره مخامخ دي
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، په نورستان کې د غر ښویېدو له امله ۲۵۰ کورونه لا هم د نړېدو له ګواښ سره مخ دي. اوچا نن چهارشنبه، د کب ۲مه په اېکس پاڼه لیکلي چې په دې پېښه کې ۲۱ تنه مړه شوي، ۱۸ ...
Read More »تخنیکي ستونزې؛ افغانستان ته د ازبکستان وارداتي برښنا ۵۰سلنه کم شوې
د افغانستان د برښنا شرکت اعلان کړی چې افغانستان ته د ازبکستان وارداتي برښنا د تخنیکي ستونزو له امله ۵۰ سلنه کمه شوې ده. یاد شرکت په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې پرون دوشنې د سلواغې ۳۰مه وارداتي برښنا کمه شوې ده. د برښنا شرکت ویلي چې له همدې امله ...
Read More »ګوترش: د نجونو د زدکړو پر وړاندې خنډ باید له منځه یوړل شي
د ملګرو ملتونو عمومي منشي، انتونيو ګوترش ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د نجونو د زدکړو پر وړاندې خنډ او پر کار بندیز باید لغوه شي. ګوترش دا څرګندونې سې شنبې د کب لومړۍ نېټه په خپله اېکس پاڼه مطرح کړې دي. هغه زیاته کړې چې ښځې او نجونې ...
Read More »سویس د افغانستان له خلکو سره نږدې دوه میلیونه ډالر مرسته وکړه
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان کړی چې سویس هېواد له افغانستان سره ۹.۱ میلیون امریکایي ډالر مرسته کړې ده. اوچا نن یکشنبې په خپله اېکس پاڼه د دغه خبر په خپرولو سره له سویس هېواد څخه مننه کړې ده. اوچا ویلي چې دا مرسته ...
Read More »دوولس هېوادونو د افغان مېرمنو د وضعیت په اړه اندېښنې څرګندې کړې
د دوولس هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان د کار او زدهکړو په برخه کې پر ښځو او نجونو لګېدلو محدودیتونو ته اندېښنه ښودلې او له ا.ا یې غوښتي چې په دې اړه پخپلو پرېکړو بیا سره کتنه وکړي. د البانیا، اندور، بلجیم، کاناډا، فرانسه، المان، بلغاریا، کوسوو، لیختن ...
Read More »د پروسږ کال په پرتله د پنبې حاصلات زیات شوي
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولین وايي چې په هېواد کې د پروسږ کال په پرتله د پنبې تولیدات ۴۱.۳۹ سلنه زیات شوي دي. د یاد وزارت په یوه اعلامیه کې راغلي چې په روان کال کې ۱۲۲زره او ۴۵۵مټریک ټنه پنبه په هېواد کې تولید شوې ده. ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس