ټاکل شوې چې د راتلونکې مارچ مياشتې تر وروستيو پوري ملګري ملتونه افغانستان ته ۲۰ ميليونه ډالر په نغدي توګه ولېږدوي. ۸صبح ورځپاڼې د سرچينو په حواله ويلي، دغه پيسې به په مالوم مقدار سره په قسطوار ډول هره اوونۍ افغانستان ته لېږدول کېږي چې د افغانستان نړيوال بانک يا ...
Read More »پاکستان: وېره شته چې نړۍ به افغانستان يوازې پرېږدي
د پاکستان ايکسپرېس ټرېبيون ورځپاڼې د دغه هېواد د نړيوالې ارزونې د بنسټ په حواله راپور خپور کړی چې پاکستان وېره لري نړۍ به افغانستان ته شا او يوازې به يې پرېږدي. د ورځپاڼې د راپور له مخې، که نړۍ له افغانستان سره دخيله پاتې نه شي نو دغه هېواد ...
Read More »د ډالر پر وړاندې د افغانۍ بېسارې پرېوتو په ترڅ کې يو ډالر ۱۰۹ افغانۍ وپلورل شو
په کابل کې د صرافيو لوی مارکېټ شهزاده سرای خبر ورکړی چې نن يکشنه د (لېندۍ په ۲۱مه) سهار مهال يو ډالر د ۱۰۹ افغانيو په بدل کې پلورل شوی دی. د افغانيو پر وړاندې د ډالر اوسنی پورته شوی ارزښت خورا بېسارې دی او دې کار عام خلک د ...
Read More »برېتانيا: جي۷ هېوادونو دې د روسيې خلاف يو موټی شي
بريتانيا د روسيې اوکراين ترمنځ پر روان جنجال اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي چې د روسيې له لوري د اوکراين خلاف هر ډول نظامي اقدام به يې ستراتيژيکه تېروتنه وي. دا څرګندونې د برېتانيا بهرنيو چارو وزيرې لېز تروس د پياوړو اقتصادي قدرتونو يا جي۷ غونډې پرمهال په لېورپول ...
Read More »بريتانيا له افغانستان سره د ۷۵ ميليونه پونډه مرستې اعلان کړی
برېتانوي چارواکو خبر ورکړی چې هېواد يې له افغانستان سره د ۷۵ ميليونه پونډه په اندازه مرسته کول غواړي. دغه مرسته چې د بريتانيا له لوري تازه اعلان شوې، ۹۹.۵ ميليونه ډالر کېږي او په افغانستان کې ۱.۸ ميليونه وګړو ته په بشري برخه کې بسنه کولی شي. دغه اعلان ...
Read More »امريکا د نوې مقررې له مخې افغانستان ته د پيسو پر لېږد ډېر محدوديتونه لرې کړل
د امريکا متحده ايالاتو داسې مقرره ترتيب کړې چې له مخې يې افراد او هغه شرکتونه چې د پيسو د لېږدولو مسووليت لري کولی شي، چې افغانستان ته پيسي ولېږدوي. دغه مقرره د امريکا د خزانې وزارت له لوري د (لېندۍ په ۱۹مه) خپره شوې ده. د دې مقررې له ...
Read More »اردوغان: افغانانو ته د بشري مرستو رسول د ترکيې لومړيتوب دی
د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان وايي، دامهال افغانستان جدي بشري مرستو ته اړتيا لري او په خبره يې افغانانو ته د بشري مرستو رسول د ترکيې په لومړيتوبونو کې ځای لري. نوموړي دا څرګندونې پرون جمعه د (لېندۍ په ۱۹مه) په استامبول کې د اسلامي همکاريو سازمان د غونډې ...
Read More »نړيوال بانک: افغانستان ته به په نږدې راتلونکي کې ۲۸۰ ميليونه ډالر ولېږدول شي
نړيوال بانک خبر ورکړی چې په نږدې راتلونکې کې به افغانستان ته د ۲۸۰ ميليونه ډالرو په اندازه د دغه هېواد د کنګل شوې شتنۍ برخه انتقال شي. د ياد بانک په خبره، دا پيسې به په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق يا يونیسف او ...
Read More »کړکېچ نړيواله ډله: که له افغانستان سره مرسته ونه شي، سږ ژمی به يو مېليون خلک په کې له يخنۍ مړه شي
د کړکېچ نړيواله ډله د يوې ترسره کړې څېړنې د پايلو پر بنسټ وايي، که له افغانستان سره اړينې مرستې او همکارۍ ونه شي نو د دې امکان شته چې د سږني ژمي پرمهال د يخنۍ په ترڅ کې يو ميليونه افغانان ژوند وبايلي. دې ادارې پر نړيوالې ټولنې غږ ...
Read More »ازبکستان: په افغانستان کې موجوده وضعيت نه اېجابوي چې نړيوال فشارونه دې پرې زيات شي
د ازبکستان چارواکو په افغانستان کې د موجوده بشري وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي چې د ياد بشري وضعيت پايلې مناسبې نه دي او بيه به يې درنه وي. د دغه هېواد بهرنيو چارو وزير عبدالعزيز کاملوف ويلي، دامهال په افغانستان کې بشري وضعيت دا نه ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس