Home » افغانستان (page 6)

افغانستان

یونیسف وایي، په ۲۰۲۴ کال یې له څه باندې ۱۹ میلیونه افغانانو سره مرسته کړې

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ ادارې (یونیسف) ویلي چې په افغانستان کې یې د تېر ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې له ۱۹ میلیونو څخه زیاتو کسانو ته د روغتیا، پوهنې، ماشومانو ساتنې، ټولنیزو اسانتیاوو د پروګرامونو له لارې د ژوند ژغورنې په برخو کې مرستې برابرې کړي دي. د ...

Read More »

غزني کې د ترافیکي پېښو له امله مرګژوبله رامنځته شوې

د غزني چارواکي په دغه ولایت کې د څلورو ټرافیکي پېښو د رامنځته کېدو خبر ورکړی دی. د امنیه قومندانۍ مسوولینو رسنیو ته ویلي چې نن سهار د غزني ښار اړوند ناني بازار ته څېرمه په یو وخت د څلورو ټرافیکي پېښو له امله یو کس مړ او یوولس نور ...

Read More »

سره میاشت: هره میاشت پر سوري زړه د اخته شاوخوا ۳۰۰ ماشومانو درملنه کوو

د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، هره میاشت د هېواد په روغتونونو کې پر سوري زړه د اخته شاوخوا ۳۰۰ ماشومانو درملنه کوي. د دې ټولنې مرستیال، عزیز الرحمن د یادې ټولنې د شپږ میاشتني راپور د وړاندې کولو په پروګرام کې ویلي: “زموږ تر ټولو زیاته بودیجه د زړه ...

Read More »

د افغانستان د اقتصادي بې ثباتۍ په تړاو د نړیوال بانک اندېښنه

نړیوال بانک په یو راپور کې ویلي چې د دوامدارو ستونزو، ناڅرګندې پالیسۍ، مالي انزوا، د بهرنیو مرستو کمښت او له پاکستان سره نازکو سوداګریزو اړیکو له امله د افغانستان اقتصادي وضعیت په بې ثباته حالت کې دی. د نړیوال بانک د وروستي راپور له مخې، په افغانستان کې د ...

Read More »

ا.ا: سور صلیب باید د افغان بندیانو د برخلیک په معلومولو کې مرسته وکړي

د ا.ا د بهرنیو چارو وزیر د سره صلیب نړیوالې کمېټې له مشر سره په یوه کتنه کې له افغانستان څخه بهر د افغان بندیانو د برخلیک په معلومولو کې د مرستې غوښتنه کړې ده. د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشر «پیر کراهنبو» په کابل کې د بهرنیو چارو له ...

Read More »

جاپان ته د ا.ا د یوې پلاوي سفر

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، ا.ا د اقتصاد وزارت مرستیال عبدالطیف نظري له یوه پلاوي د جاپان هېواد توکیو ته په سفر تللی دی او هلته به له جاپاني چارواکو سره پر یو لړ موضوعاتو خبرې وکړي. د جرمني ( ډي.پي.اې) خبري اژانس د دغه خبر پخلی کړی ...

Read More »

پاکستان په جبري توګه ۳۶نور افغان کډوال هم ایستلي

تورخم کې د کډوالو د لېږد امر بخت جمال ګوهر رسنیو ته ویلي، پاکستان پرون (شنبې د سلواغې په ۲۷مه) ۳۶ افغان کډوال چې یو شمېر یې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد هم لرل، په جبري توګه افغانستان ته را لېږدولي دي. ښاغلی ګوهر زیاتوي، چې دا ...

Read More »

ا.ا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپور رد کړ

د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد د امنیت شورا هغه راپور ته غبرګون ښودلی چې پکې ویلي شوي، افغانستان د پاکستان د تحریک ط.ا.ل.بان (ټي ‌ټي ‌پي) او جماعت انصارالله (تاجیکستاني ط.ا.ل.بان) رویزنیز مرکزونه لري. مجاهد له رسنیو سره یاد راپور رد کړی او دا یې د ځینو هېوادونو او ...

Read More »

له خوست څخه د څه باندې لس میلیون ډالرو په ارزښت وچه مېوه بهره ته صادره شوه

د خوست د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، چې له دغه ولایت څخه په روان لمریز کال کې د څه باندې لس میلیونه ډالرو په ارزښت وچه مېوه بهر ته صادره شوې ده. د مسوولینو په وینا په دغه صادره شوې مېوه کې د جلغوزې، پستې او بادامو په ...

Read More »

سور صلیب: د افغاني سرې میاشتې ټولنې په همکارۍ مو مرستندویې چارې پراخې کړې

د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي چې له افغاني سره میاشتې ټولنې سره په همکارۍ یې خپلې مرستندویې چارې پراخې کړې، څو د افغانانو لپاره طبي خدمات، مالي مرستې او مهم اساسي خدمتونه چمتو کړي. دې کمېټې پرون دوشنبې ویلي چې میلیونه افغانان د اقتصادي ستونزو، لسیزو جګړو او طبیعي ...

Read More »