Home » افغانستان (page 8)

افغانستان

پزشکیان: افغانستان او پاکستان د ایران د سرحدي امنیت په برخه کې همکاري کړې ده

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وایي، افغانستان او پاکستان د ایران او بهرنیو عناصرو ترمنځ د وروستیو شخړو پر مهال له تهران سره د خپلو پولو د امنیت په برخه کې همکاري کړې ده.نوموړي ویلي، د دواړو هېوادونو امنیتي ځواکونو ژمنه کړې وه چې له خپلو خاورو څخه به د ...

Read More »

روسیه د افغانستان له لارې هند ته د سوداګریزو لارو د پرانیستو طرحه ارزوي

ټاس خبري اژانس خبر ورکړی، چې د روسیې د لومړي وزير مرستيال مارات خوسنولین ویلي، چې روسیه باید د هند سمندر ته د رېل پټلۍ د یوې لارې د جوړولو امکان وڅېړي، څو د باسفور او هرمز تنګي لپاره د بديلې لارې په توګه وکارول شي.نوموړي ټینګار کړی، چې د ...

Read More »

یونیسف: د مور شیدې د ماشومانو لومړنی ساتندوی دي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي، د مور شیدې د ماشومانو پر وړاندې د ناروغیو لومړنی ساتندوی او د سالمې ودې لپاره لومړنی مهم ګام دی.یونیسف پرون (جمعه، د زمري ۱۶مه/د اګست ۷مه) په اېکس کې ویلي، د دې ادارې په ملاتړ ښځینه ...

Read More »

یونیسف: په نورستان کې مو سېلاب ځپلو ته د پاکو اوبو موقتي سیستم فعال کړی

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي، چې د افغانستان په ختیځ کې د وروستیو سېلابونو له امله یې په نورستان ولایت کې د پاکو اوبو د برابرولو یو موقتي سیستم فعال کړی دی. د یونیسف په وینا، دغه سیستم د ۶۰ زره لېټره اوبو د زېرمه کولو ...

Read More »

مجاهد: اقتصاد وزارت د افغانستان د پنځه کلنې انکشافي ستراتیژۍ طرحه جوړه کړې

د ا.ا وياند ذبیح‌الله مجاهد، د «حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې » د دویمې ناستې پر مهال د ۱۴۴۷ کال د اقتصاد وزارت د لاسته راوړنو په برخه کې وویل، چې دغه وزارت په روان کال کې د افغانستان پنځه کلنه انکشافي ستراتیژي جوړه کړې، چې د ا.ا د ...

Read More »

د افغانستان له لارې د تاجکستان او ایران نوی سوداګریز دهلېز فعالېږي

تاجکستان، ایران او افغانستان د نوي ترانسپورټي دهلېز پر جوړولو هوکړه کړې، چې موخه یې د سړک له لارې د سوداګریزو توکو لېږد اسانه کول او د درې واړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او ترانزیټي اړیکې پیاوړې کول دي. د تاجکستان د ترانسپورټ وزارت ویلي، دا هوکړه د مشهد په ښار ...

Read More »

اوچا: د افغانستان سېلاب ځپلې سیمې د ناچاوده مهماتو له خطر سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې سخت بارانونه، ناڅاپي سېلابونه او اړوند طبیعي پېښې لا هم د افغانستان په مرکزي، ختیځو، شمال ختیځو او سوېل ختیځو سیمو کې پر خلکو اغېز کوي.د راپور له مخې، غزني، کاپیسا، لغمان، لوګر، ...

Read More »

د جولای ۳۰مه؛ د انساني قاچاق پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ

د جولای ۳۰مه هر کال په ټوله نړۍ کې د انساني قاچاق پر وړاندې د مبارزې، د دې ناوړې پدیدې په اړه د عامه پوهاوي د لوړولو او د قربانیانو د حقونو د ملاتړ په موخه نمانځل کېږي.سږکال د ملګرو ملتونو له خوا د دې ورځې شعار «د درغلۍ تر ...

Read More »

جرمني: رد شوي افغان پناه غوښتونکي به له جرمي سابقې پرته هم وشړل شي

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبریندت وايي، له دې وروسته به افغانستان ته د پناه غوښتونکو د شړلو لپاره د جرمي سوابقو شتون شرط نه وي، بلکې هغه کسان هم ایستل کېږي، چې د پناه غوښتنې غوښتنليکونه یې رد شوي دي. راپورونو پر اساس، دا څرګندونې وروسته له ...

Read More »

د افغانستان د تورو ډبرو لومړۍ جوپه امريکا ته صادر شوې

د هرات د ولایت مقام ويلي، چې د دغه ولایت د زنده‌جان د تورو ډبرو لومړۍ جوپه چې ارزښت یې ۱۰۰ زره امریکايي ډالرو ته رسيږي، د یوه شرکت له خوا د امریکا ته صادر شوې ده.د هرات د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر نن (چهارشنبه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې ...

Read More »