Home » افغانستان (page 240)

افغانستان

افغان حکومت د ځواکونو د ایستلو په اړه د امریکا د ولسمشر له پرېکړې هرکلی کړی

رویداد خبري آژانس

افغان حکومت وایي دوی د ځواکونو د ایستلو په اړه د امریکا د ولسمشر جو بایډن له پرېکړې هرکلی کوي. د ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني د ځواکونو د ایستلو په اړه له خپل امریکایي سیال جو بایډن سره خبرې کړې دي. په ...

Read More »

ویلیم برنز:له افغانستان د ټولو ځواکونو ایستل به ستر خطرونه رامنځ ته کړي

رویداد خبري آژانس

د امریکا متحده ایالتونو د مرکزي استخباراتو اداره یا سي ای اې مشر ویلیم برنز وایي چې له افغانستان د ټولو سرتېرو ایستل به ستر خطرونه رامنځ ته کړي. ویلیم برنز د امریکا سنا ته ویلي چې د بایډن عجولانه پرېکړه سیمې او امریکا ته امنیتي خطرونه جوړولی شي. هغه ...

Read More »

امریکا ولسمشر نن له افغانستانه د ټولو بهرنیو سرتیرو د وتلو پرېکړه کوي

رویداد خبري آژانس

د امریکا د متحده ایالاتونو ولسمشر جو بایډن به نن چهارشنبه (د وري ۲۵مه نېټه) له افغانستانه د ټولو بهرنیو سرتیرو د وتلو په اړه خپله پرېکړه اعلان کړي. سپینه ماڼۍ وايي، چې جو بایډن به نن د اپریل ۱۴مه له افغانستانه د بهرنیو سرتیرو د وتلو د پرېکړې پر ...

Read More »

د بشري حقونو کمېسیون په هېواد کې د اوربند غوښتنه کړې

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د جګړې له ښکېلو غاړې غوښتي چې اوربند وکړي او د روژې میاشتې ته په احترام دې د خواخوږۍ فضا رامنځته کړي.  د دغه کمېسیون مشر ذبیح الله فرهنګٰ پرون سې ‌شنبه په ورځ (د وري ۲۴مه نېټه) رسنیو ته ویلي، چې په ...

Read More »

افغان سوله؛ د ترکیې غونډه د اپرېل پر ۲۴مه پیلېږي

رویداد خبري آژانس

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د استانبول کنفرانس به اپرېل میاشتې پر ۲۴مه پیل شي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې (د وري ۲۴مه) په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ دغه کنفرانس به د ...

Read More »

ټاکنو خپلواک کمېسیون کې؛ ۱۵ نړیوال کارپوهان ګمارل شوي

رویداد خبري آژانس

د ټاکنو کمېسیون کې د ملګرو ملتونو سلاکاران او نړیوال کارپوهان ګمارل شوي دي. د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون پر خپل ټویټر لیکلي دي چې دغه ۱۵ نوي ګمارل شوي کسان به د روان کال په اپریل میاشت کې خپلې دندې پیل کړي. یاد کمیسیون زیاته کړې چې د ...

Read More »

حنیف اتمر او خلیلزاد په ترکیه کې د کېدونکې غونډې پر اجنډا خبري کړي

رویداد خبري آژانس

د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد سره کتلي. د دغه وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي:” دواړو لورو په ترکیه کې د سولې خبرو لپاره چمتووالی او د خبرو اترو پر ...

Read More »

انتوني بلینکن؛ د افغانستان په اړه د ناټو له غړو هېوادونو سره خبرې کوي

رویداد خبري آژانس

امریکا د افغانستان د وضعیت او راتلونکو اقداماتو په اړه د ناټو له غړو هېوادونو سره خبرې کوي. د رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په روانه اونۍ کې بروکسل ته ځي او د مهمو مسایلو په اړه د ناټو له غړو هېوادونو ...

Read More »

په هېواد کې د يوې کيلۍ موټرو پر ګرځولو بنديز ولګېد

رویداد خبري آژانس

د افغانستان ملي امنیت شورا د پرېکړې له مخې د وري له میاشتې وروسته د وې کیلۍ موټرو پر ګرځولو بندیز ولګېد. د ملي امنیت شورا لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا پرېکړه تېره ورځ د دغې شورا په امنیتي ناسته کې وشوه. خبرپاڼه زیاتوي، د ماليې وزارت ...

Read More »

د بشري حقونو یو ځل بیا په هېواد کې ملکي مرګ ژوبله د جدي اندېښنې وړ بللې

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون یو ځل بیا په هېواد کې ملکي مرګ ژوبله د جدي اندېښنې وړ بللې ده. دافغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې په وروستیو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتو او هدفي بریدونو کې ...

Read More »