Home » افغانستان (page 260)

افغانستان

حنیف اتمر؛د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې پر بیا کتنه ټینګار کړی

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر پرون یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۹مه نېټه) په کابل کې د امریکا د سفارت له شارژدافیر راس ویلسن سره د لیدنې پر مهال ویلي چې دغه هوکړه بیا کتنې ته اړتیا لري ځکه تر اوسه طالبانو په سمه توګه هغه ...

Read More »

د کووید-۱۹ بودجه کې فساد؛ ۲۲۳ شکمن کسان لویې څارنوالۍ ته معرفي شوي

رویداد خبري آژانس

د افغانستان پلټونکې اداره وايي چې په ۱۳۹۹ مالي کال کې د کرونا ویروس ته په ځانګړې شوې بودجه کې د فساد په اړه په ۲۴ ولایتونو کې د دغې ادارې څېړنې بشپړې شوې دي. د دغه ادارې مشرې غزال حارس د یکشنبې په ورځ (د سلواغې۱۹مه نېټه) ملت ته ...

Read More »

افغان حکومت:نړیواله ټولنه دې طالبان د جګړې ختمولو ته وهڅوي

رویداد خبري آژانس

افغان حکومت وایي نړیوال دې طالبان د جګړو ختمولو ته وهڅوي. دافغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د وروستي راپور هرکلی کړی دی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې په حقایقو ځان پوه کړي او طالبان سولې او اوربند ته وهڅوي. د بهرنیو چارو ...

Read More »

د م.م امنیت شورا:طالبانو لا هم ترهګرو ډلو سره اړیکې نه دي پرې کړې

رویداد خبري آژانس

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د تحلیل او څارنې ډلې په خپل ۲۷م راپور کې له طالبانو سره د القاعده ډلې او نورو ترهګرو ډلو له اړیکو پرده پورته کړې ده. راپور کې راغلي چې طالبانو له ژمنې سره سره د القاعده په ګډون له ترهګرو ډلو ...

Read More »

حنیف اتمر:د پاکستان راکټي بریدونه په هيڅ صورت د منلو نه دي

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په کابل کې د پاکستان له سفیر سره په لیدنه کې، له نوموړي غوښتي چې پر افغان خاوره د پاکستاني پوځیانو له لوري د راتوغول کېدونکو راکټو په اړه د کابل جدي اندیښنه پاکستاني چارواکو ته ورسوي. دغه وزارت نن یکشنبه ...

Read More »

دفاع وزارت: کندهار کې هوايي برید ۱۵ طالبان ووژل

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، هوایي ځواکونو یې د کندهار په پنجوایي ولسوالۍ کې پر طالبانو هدفي برید کړی دی. د دغه وزارت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، په دغه برید کې چې پرون ( شنبه) شوی، د طالبانو ۱۵ غړي وژل شوي دي. دفاع وزارت ...

Read More »

امریکا د افغانانو لپاره د کډوالۍ د ځانګړو ویزو پروګرام ارزوي

رویداد خبري آژانس

د امریکا ولسمشر جو بایډن د خپل دولت ادارو ته لارښوونه کړې چې د افغانانو او عراقیانو لپاره د کډوالۍ د ځانګړو ویزو یا (اېس.ای.وي) پروګرام وارزوي. دا ویزې هغو کسانو ته ورکول کېږي چې په دغو هېوادونو کې یې د امریکا له پوځ سره د ژباړونکو په توګه کار ...

Read More »

د ننګرهار خوګیاڼو کې موټر بم چاودنه شوې

رویداد خبري آژانس

چارواکي وایي، موټر بم چاودنه نن یکشنه (د سلواغې ۱۹مه نېټه) سهار پنځه نیمې بجې د خوګیاڼو ولسوالۍ چمتلې سیمه کې د پولیسو پر یوه پوسته شوې. د سیمه ییزو چارواکو په خبره په دغه موټر بم چاودنه کې یو پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي. د ...

Read More »

حمدالله محب: وسله والو طالبانو سره سولې او جګړې ته پوره چمتووالی لرو

رویداد خبري آژانس

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي چې افغان حکومت سولې ته ژمن دی او تر اوسه پورې یې د سولې د راتګ لپاره له خطر سره مل ډېر ګامونه پورته کړي دي، مذاکراتي پلاوی په دوحه کې له یادې ډلې سره د مذاکرې لپاره موجود دی خو ...

Read More »

حقاني:امریکا باید د سولې بهیر په دقیقه توګه وارزوي

رویداد خبري آژانس

حسین حقاني وایي، وسله والو طالبانو سولې ته د رسېدو یا پر سوله د هوکړې کولو ژمنه نه ده کړې. په امریکا کې د پاکستان پخواني سفر حسین حقاني په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي، طالبانو یوازې ویلي چې دوی به امریکايي ځواکونو ته د تګ زمینه برابروي او ...

Read More »