د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، کندهار ولایت کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۱۸ طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي. د دغه وزارت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې دغه عملیات تېره ورځ امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ د کندهار ...
Read More »حکمتیار:د واک له انتقال کېدو پرته د سولې ټینګښت ناممکن دی
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د واک له انتقال کېدو پرته د سولې ټینګښت او اوربند ناممکن وباله. حکمتیار وايي چې له اوربند پرته نوي حکومت ته د واک انتقال ممکن نه دی او نه هم دا چاره عملي ده. هغه وايي، چې طالبان هم په دې شرط اوربند ...
Read More »کابل کې د داعش ډلې مشر نیول شوی
د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر د ملي امینت ځواکونو له لوري په کابل کې د داعش ډلې د مشر د نیولو خبر ورکوي. د امرالله صالح دفتر په یوه خبرپاڼه کې چې نن شنبه (د وري ۲۱مه نېټه) خپره شوه ویلي دي چې غلام ناصر الخراساني په کابل ...
Read More »دفاع وزارت: کندهار کې ۳۱ طالبان ووژل شول
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، امنیتي ځواکونو یې د هوايي قواوو په ملاتړ، تېره ورځ د کندهار ولایت ارغنداب، ژیړۍ، شاه ولیکوټ او میوند ولسوالیو کې طالبانو پر وړاندې عملیات تر سره کړي دي. دغه وزارت نن پنجشنبه (د وري ۱۹مه نېټه)په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، ...
Read More »نن د پاکستان د ولسي جرګې رییس کابل ته راځي
ټاکل شوې ده نن پنجشنبه (د وري ۱۹مه نېټه) د پاکستان د ولسي جرګې رییس اسد قیصر د یوه شپاړلس کسیز پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر وکړي. نوموړی به له ولسمشر غني او نورو افغان چارواکو سره د افغان سولې په اړه خبرې وکړي. د افغانستان لپاره د پاکستان ...
Read More »روسیه او پاکستان: افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګیدو لپاره ګډ نظر لرو
روسي او پاکستاني چارواکي وایي په افغانستان کې د سولې او ثبات د تېنګیدو په اړه ګډ نظر لري او د جګړې د پای ته رسولو لپاره هڅه کوي د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پرون چهارشنبې په ورځ ( د وري ۱۸مه نېټه) په اسلام آباد کې ...
Read More »اروپایي ټولنه: افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوو
اروپایي ټولنې یو ځل بیا په افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره د خپلو هڅو د دوام ډاډ ورکړی دی. د اروپایي ټولنې استازي ارنولډ پاولز د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره پرون سې شنبې په ورځ (د وري۱۷مه نېټه) په لیدنه کې ویلي چې اروپایي ټولنه به ...
Read More »ناټو: په افغانستان کې د یوه دایمي ثبات غوښتونکي یو
ناټو یوځل بیا ټینګار کړی چې له افغانستان سره به خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي. په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سټيفانو پونټيکورو د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره د لیدنې پر مهال ویلي دوی په افغانستان کې د یوه دایمي ثبات غوښتونکي دي او په دې ...
Read More »د پاکستان د ولسي جرګې رییس را روانه پنجشنبه کابل ته راځي
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي چې د دغه هېواد د ولسي جرګې رییس به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ په یو درې ورځني سفر کابل ته راشي. صادق ویلي چې کابل ته د اسد قیصر د سفر موخه د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا او د ...
Read More »امریکا: په مې میاشت کې له افغانستانه د ټولو بهرنیو سرتیرو ایستل ګران کار دی
امریکا متحده ایالتونه وايي، په ټاکلې نېټه له افغانستانه د ټولو بهرنیو سرتیرو ایستل ګران کار بولي او په تړاو یې ولسمشر جوبایډن له خپلو سالاکارانو سره مشورې کوي. د سپینې ماڼۍ ویانده جېن ساکي وایي چې ولسمشر جوبایډن یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د راتلونکې مۍ میاشتې تر ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس