Home » افغانستان (page 196)

افغانستان

متقي: په ايران کې له اسماعېل خان او احمد مسعود سره لېدنه شوې

د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي وايي، په ايران کې يې پر نورو افغانانو سربېره له پخواني جهادي قومندان اسماعېل خان د مقاومت جبهې له مشر احمد مسعود سره ليدلي دي. نوموړي نن دوشنه د (مرغومي په ۲۰مه) له ايران څخه کابل تر راستنېدو وروسته خبريالانو ته ويلي، اسماعېل ...

Read More »

ايران: په افغانستان کې د ټول‌ګډونه دولت جوړول يوه جدي اړتيا ده

د ايران بهرنيو چارو وزير حسېن امير عبداللهيان وايي، په افغانستان کې د يوه پراخ بنسټه او ټول‌ګډونه دولت جوړول د وخت يوه جدي اړتيا ده. نوموړي دا څرګندونې پرون يک‌‌شنبه د (مرغومي په ۱۹مه) د افغانستان بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي په مشرۍ له پلاوي سره د لېدنې ...

Read More »

پاکستان: افغان طالبان دTTP د له منځه وړلو له ازمويښت سره مخ دي

د پاکستان اېکسپرېس ټرېبيون ورځپاڼې د پاکستان په حکومت کې د معتبرو سرچينې په حواله ويلي، د پاکستاني طالبانو يا TTP ختمول په اوس مهال کې د افغان طالبانو لپاره يو عمده او مهم ازمويښت دی. سرچينې زياته کړې، د افغان طالبانو په مشرۍ د افغانستان لنډمهالی حکومت بايد د ...

Read More »

ايران کې د افغانستان سفارت اسلامي امارت ته حواله کېږي

ځينو ايراني رسنيو راپور ورکړی چې په تهران کې د افغانستان سفير او يو شمېر کارکوونکي له دې هېواد څخه وتلي او اورپا ته تللي دي، چې دې کار د سفارت په کارونو کې خنډ او ځنډ رامنځته کړی. رسنيو زياته کړې، ايران په پام کې لري چې په تهران ...

Read More »

“ط.البانو اسماعېل خان ته په حکومت کې د ونډې اخيستو وړانديز کړی”

سپوټنيک خبري اژانس د يوې باوري سرچينې په حواله راپور ورکړی چې د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي ايران ته د خپل سفر په ترڅ کې، د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير حسېن امير عبداللهيان په منځګړيتوب له پخواني جهادي رهبر اسماعېل خان سره لېدلي دي. د راپور ...

Read More »

بښنې نړيوال سازمان: د پوهنتون استاذ فېض جلال دې سم‌لاسي خوشی شي

د بښنې نړيوال سازمان په کابل کې د امنيتي ځواکونو له لوري د پوهنتون استاذ فېض جلال نيول کېدل غندلي او ويلي يې دي چې نوموړي د وينا له ازاده په ګټنې سره خپل نظر څرګند و. دې سازمان په خپل ټوېټر کې د يوه پيغام په خپرولو سره له ...

Read More »

“تېر کال يو ميلون افغانان له ايران او پاکستان بېرته هېواد ته راستانه شوي”

د کډوالو نړيوال سازمان يا (IOM) وايي، په تېر ۲۰۲۱ زېږديز کال کې افغانستان ته له ګاونډيو هېوادونو په ځانګړې توګه له ايران او پاکستان څخه د راستنو شويو افغانانو شمېر يو ميليون کسانو ته رسېږي. نوموړي سازمان په دې اړه نن تازه د (مرغومي په ۱۸مه) خپاره کړي راپور ...

Read More »

ملا بردار: نړيوال دې له سياسي تعصب پرته له افغانانو سره بشري مرستې وکړي

د رئيس‌الوزرا لومړی مرستيال ملا عبدالغني برادر وايي، دامهال د ژمې اورښتونو او يخې هوا پر مهال افغانان له سخت وضعيت سره مخ دي او جدي مرستو ته اړتيا لري. نوموړي پرون جمعه د (مرغومي په ۱۷مه) يوه ويډيويي پيغام کې ويلي، د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې خلک خوراکي ...

Read More »

د پاکستان ملي امنيت سلاکار په مشرۍ پاکستانی پلاوی کابل ته راځي

د پاکستان د وزارتونو همغږۍ دفتر چې مشري يې د دغه هېواد د پارلمان رئيس اسد قيصر کوله اعلان کړی، چې په نږدې راتلونکي کې به د پاکستان ملي امنيت سلاکار معيد يوسف په مشرۍ يو پلاوی کابل ته لاړ شي. قيصر زياته کړې چې دغه پلاوی به د پاکستان ...

Read More »

بښنې نړيوال سازمان: د افغان ميرمنو غږ بايد په ګډه بدرګه شي

د پښنې نړيوال سازمان د افغان ميرمنو د وضعيت په اړه په يوه تازه بيان کې ويلي، په افغانستان کې د ښځو وضعيت ته په پام سره اړتيا ده چې د افغان ميرمنو غږ په ګډه بدرګه شي. دې سازمان پرون جمعه د (مرغومي په ۱۷مه) په خپل ټوېټر کې ...

Read More »