اسلامي امارت په تعيناتو کې د يوه تازه اقدام له مخې شلو ولايتونو ته نوي واليان، مرستيالان او دغه راز امنيه قومندانان ټاکلي دي. د اسلامي امارت وياند ذبيحالله مجاهد پرون يکشنبه ناوخته د (لړم په ۱۶مه) د يادو کسانو د ګمارنې په اړه ويلي، تازه ګمارل شوي واليان، د ...
Read More »سهېل شاهين: وضعه شوي بنديزونه خلکو ته په کار کولو کې د طالبانو مخه نه شي نيولی
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ ته نومول شوی استازی سهېل شاهين وايي، پر افغانستان اوسني وضعه شوي بنديزونه نشي کولی چې خلکو ته د کارکولو په برخه کې د اسلامي امارت مخه ډپ کړي. نوموړي دا څرګندونې تازه په خپل ټوېټر کې کړي او ويلي يې دي، د ...
Read More »يونيسف: د روان کال لومړيو شپږو مياشتو کې ۴۶۰ افغان ماشومان د تاوتريخوالي له امله وژل شوي
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق يا UNICEF په افغانستان کې د ماشومانو د وضعيت په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي، چې د روان ۲۰۲۱ زېږديز کال په لومړنيو شپږو مياشتو کې ۴۶۰ تنه افغان ماشومان د تاوتريخوالي له امله وژل شوي دي. روېټر خبري ...
Read More »راتلونکې چهارشنبه د سيمې هېوادونه هند کې د افغانستان پر وضعيت بحث کوي
ټاکل شوې چې راتلونکې چهارشنبه د روانې نومبر په ۱۰مه، ګاونډي او د سيمې هېوادونو استازي په نوي ډهلي کې سره جرګه او د افغانستان موجوده وضعيت په تړاو به بحث وکړي. هندي رسنيو راپور ورکړی چې په غونډه کې به د سيمې هېوادونه د افغانستان په اړه خپلې پراخېدونکې ...
Read More »سېګار: د افغانستان په دوو لسيزو جګړه کې شاوخوا ۷۰ زره افغان سرتېري وژل شوي
د افغانستان بيا رغاونې لپاره د امريکا متحده ايالاتو سر مفتش ادارې يا سېګار په خپل تازه راپور کې د تېرو دوو لسيزو جګړې پرمهال د وژل شويو افغانستان سرتېرو شمېرې خپرې کړي او ويلي يې دي چې په ياده موده کې له ۶۰ تر ۷۰ زرو افغان سرتېري وژل ...
Read More »ملګري ملتونه: تر راتلونکي کال پورې ښايي ۵۵ سلنه افغانان د خوړو نشتوالي له بحران سره مخ شي
ملګرو ملتونو يو وار بيا په افغانستان کې د بشري وضعيت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او زياته کړې يې ده چې د ناسم اقتصادي وضعيت له امله رامنځته شوې پراخې لوږې ته په پام سره ښايي، تر راتلونکي کال پورې ۵۵ سلنه افغانان د خوړو نشتوالي له شديد بحران ...
Read More »قطر: طالبان دې د افغاني ټولنې ټولو قشرونو ته حکومت کې ځای ورکړي
په داسې حال کې چې قطر د ښځو حقونو د خونديتوب په برخه کې موده وړاندې له طالبانو غوښتي وو چې د نوموړي هېواد له موډل ګټه پورته کړي، اوس يې يو ځل بيا پر طالبانو غږ کړی چې د افغاني ټولنې ټولو قشرونو ته په حکومت کې ونډه ورکړي. ...
Read More »انتونيو ويتورينو: د افغانانو راتلونکي په اړه خواشينی يم
د ملګرو ملتونو د ګډوالۍ برخې مسوول انتونيو ويتورينو وايي، په افغانستان کې د افغانانو راتلونکي ته له اندېښنې سره دغه هېواد ته خپل دوه ورځنی سفر پای ته رسوي. نوموړي نن تازه د (لړم په ۱۳مه) په خپل ټوېټر کې لېکلي، وضعيت ته په پام سره د عامو افغانانو ...
Read More »روسيه: افغانستان ته نږدې د امريکا پوځي حضور د منلو وړ نه دی
روسي چارواکو د افغانستان په اړه په خپلو تازه څرکندونو کې ويلي، د افغانستان په ګاونډيو هېوادونو کې دې هېواد ته نږدې د امريکا پوځي حضور د منلو وړ عمل نه دی. د روسيې بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زخارووا نن پنجشنبه د (لړم په ۱۳مه) خبريالانو ته ويلي، امريکا ...
Read More »جرمني لومړۍ وزيره او د قطر امير په خپلو کې د افغانستان پر وضعيت غږېدلي
د جرمني لومړۍ وزيرې انګيلا ميرکل او د قطر امير شېخ تميم بن حمد الثاني په خپلو کې نن پنجشنبه د (لړم په ۱۳مه) په افغانستان کې د روان سياسي او بشري وضعيت په تړاو خبرې کړې دي. ناطولي خبري اژانس د جرمني لومړۍ وزيرې د وياند سټيفان سيبرټ له ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس