د کندهار ځايي سرچينې وايي، د استخباراتو اړوند ځواکونو نن دوشنبه د (وري په ۸مه) په کندهار ښار کې د ملت غږ راډيو ودانۍ ته ننوتي او د يادې راډيو يو شمېر مسوولان او کارکوونکي يې نيولي دي. د سرچينو د مالوماتو له مخې، په نيول شوو کسانو کې د ...
Read More »ننګرهار کې پاکستان ته د بېلابېلو وسلو د قاچاق مخه نيول شوې
باختر خبري اژانس خبر ورکړی چې د ننګرهار امنيتي ځواکونو پرون يکشنبه ناوخته د (وري په ۷مه) پاکستان ته د يوه اندازه وسلو د قاچاق مخه نيولې ده. دې اژانس د ۲۰۱ نمبر خالد بن وليد قول اردو د وياند وحيدالله محمدي په له قوله ويلي، چې ياده اندازه وسله ...
Read More »په افغانستان کې د بيبيسي او امريکا غږ پر ټلوېزيوني خپرونو بنديز لګول شوی
په افغانستان کې سرپرست حکومت د يوه تازه اقدام له مخې د بيبيسي او امريکا غږ پر هغو ټلوېزيوني خپرونو بنديز لګولی، چې د ځينو کورنيو ټلوېزيونونو له لوري خپرېدې. د بيبيسي مسوولانو له رسنيو سره په خبرو کې تائيد کړې چې په افغانستان کې يې د پښتو، دري او ...
Read More »ترکيه: د افغان نجونو پر مخ د ښوونځيو تړل د ژورې خواشينۍ وړ ده
په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځيو د تړل کېدو دوام په اړه د نړيوالو غبرګونونو په ترڅ کې، ترکيې هم د طالبانو دغه پرېکړه په شدت غندلې او د يادې پرېکړې په اړه يې خواشيني ښودلې ده. د ترکيې بهرنيو چارو وزارت په دې اړه خپره کړې ...
Read More »امريکا: د نجونو پرمخ ښوونځيو بندول له افغان ولس او نړيوالو سره ښکاره جفا ده
د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي توماس ويسټ په افغانستان کې د طالبانو له لوري له شپږم ټولګي څخه د پورته ټولګيو ښځينه زدهکوونکو پرمخ، د ښوونځيو بندولو په اړه خواشيني او ويلي يې دي چې دا کار د ټولو بشري اصولو خلاف عمل دی. نوموړي بېګاه شپه ناوخت ...
Read More »ترکيې د عصمتالله خالوزي شتمني چې له داعش سره په همکاري تورن دی، کنګل کړه
ترکيې حکومت د عصمتالله خالوزي شتمني چې د امريکا متحده ايالاتو له لوري په ۲۰۲۱ زېږديز کال کې د داعش له خراسان څانګې سره پر مالي همکارۍ تورن شوی، کنګل کړه. د نوموړي د شتمنۍ کنګل کېدو حکم چې ولسمشر طيب اردوغان ورکړی، پرون چهارشنبه د (وري په ۳مه) د ...
Read More »کرزی: طالبان دې له تعليم د افغانستان بې برخې کولو طرحې د تطبيق مخنيوی وکړي
پخواني ولسمشر حامد کرزي د سرپرست حکومت له لوري د نجونو ښوونځيو د نه پرانيستل کيدو له امله خواشيني ښودلې او ټينګار يې کړی چې د نجونو ښوونځي دې ژر تر ژره پرانيستل شي. نوموړي په دې اړه خپله فېسبوک پاڼه کې ويلي، سرپرست اسلامي حکومت دې د افغان ولس ...
Read More »ملګرو ملتونو په افغانستان کې د نجونو ښوونځيو بندېدو له امله خواشيني وښوده
ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې له شپږم ټولګي د لوړو ټولګيو ښځينه زدهکوونکو پر مخ د ښوونځيو دروازو د تړلو له امله خواشيني دي. دې سازمان تازه نن چهارشنبه د (وري په ۳مه) خپل ټوېټر کې زياته کړې، چې طالبانو د نجونو ښوونځي د نامالومو محدوديتونو پر بنسټ بند ...
Read More »د ملا هبتالله په مشرۍ حکومتي ناستې لپاره د کابينې غړي کندهار ته رسيدلي
ځينو رسنيو راپورونه خپاره کړي چې ټاکل شوې دا ځل د کابينې ناسته د طالبانو د مشر ملا هبتالله په مشرۍ په کندهار کې ترسره شي او په همدې موخه د رئيسالوزرا محمد حسن اخند په شمول د کابينې ۱۵ تنه غړي کندهار رسېدلي دي. د کابينې په دې ناسته ...
Read More »د بشري حقونو څار سازمان: افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځيو بندېدل د خطر زنګ دی
د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان په افغانستان کې د اسلامي امارت د ژمنې خلاف د لوړو ټولګيو ښځينه زدهکوونکو پرمخ د ښوونځيو بندېدو په اړه غبرګون ښودلی او ويلي يې دي چې دا کار د بشري حقونو پر ضد يو لوېدلی عمل دی. د دې سازمان د ښځو ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس