د اذاربایجان او ارمانیا ترمنځ تازه خونړۍ نښتې شوې د راپورونو له مخې ارمانیا د اذربایجان دوې چورلکې او درې بې پيلوټه الوتکې په نننۍ جګړه کې په نښه کړې او له منځه وړې دي. له دې سره جوخت اذربایجاني پوځ ویلي چې ارمانیايي ځواکونو ددوی له پولې سره نږدې ...
Read More »روسیه:سوریه کې د امریکا حضور د نفتو د غلا په مانا دی
روسیې یو ځل بیا په سوریه کې د امریکا حضور غیر قانوني بللی دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، سرګي وشینین ویلي، دوی پخوا هم ویلي او بیا هم ټینګار کوي چې په سوریه کې د امریکا حضور غیر قانوني او د یاد هېواد د طبیعي زېرمو ځانګړې ...
Read More »خبریال فریدمن:ممکن امریکا کورنیو جګړو کې ښکېله شي
د نیویارک ټایمز مشهور کالم لیکونکی او تجربه لرونکی خبریال توماس فریدمن وایي، امریکا کې تر ټاکنو وروسته د کورنۍ جګړې احتمال خورا لوړ دی. نیویارک ټایمز د سي ان ان په حواله د نوموړي له قوله ویلي، وروسته تر هغه چې ټرمپ وویل، راتلونکو ټاکنو کې د ناکامېدو په ...
Read More »استرالیايي انسټیټیوټ: چین جوماتونه ویجاړ کړي
پرون جمعه د تلې ۴ نیټه د اسټرالیا د ستراتیژیکي پالیسۍ انسټیټیوټ ویلي چې چینايي چارواکو په شین ژیانګ ایالت کې په زرګونه جوماتونه ویجاړ کړي دي. اسټرالیايي انسټیټیوټ خبر ورکړی چې د سپوږمکۍ څخه اخیستل شوو انځورونو څخه ښکاري چې شاو خوا ۱۶ زره جوماتونه په چین کې تخریب ...
Read More »شوکت میرضیایف: ملګري ملتونه دې د افغانستان د سولې پروسه لپاره کمېټه جوړه کړي
د ازبکستان ولسمشر شوکت ميرضيايف د چهارشنبې په ورځ د سپتمبر ۲۳ (تلې۲) د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په خبرو کې وړانديز وکړ چې دغه سازمان دې د افغانستان د سولې پروسه لپاره ځانګړي کمېټه جوړه کړي. ميرضيايف د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په خپله وينا کې وويل، ...
Read More »عربي متحده امارات بهرني سیلانیاتو ته ویزه ورکوي
د عربي متحده اماراتو دولتي رسنۍ ویلي چې د پنجشنبې د ورځې سپتمبر ۲۴ (تلې ۳) څخه به بهرنیانو ته ددې هیواد ټولو اوو اماراتو ته د تګ لپاره ویزې ورکول پیل کړي. عربي متحده اماراتو د کروناویروس د خپریدو د مخنیوي په خاطر د شپږو میاشتو قرنطین وروسته دغه ...
Read More »امریکا:ایران ۱۶ میلیارده ډالر پر ترهګرۍ لګولي دي
ایران له ۲۰۱۲ز کال راهیسې ۱۶ میلیارده ډالر پر ترهګریزو فعالیتونو پانګونه کړې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د حسن روحاني پر وروستیو څرګندونو غبرګون ښودلی دی. حسن روحاني د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته ویلي وو چې ارو مرو به امریکا د ایراني ملت ارادې ته تسلیمېږي. ...
Read More »باجوړ کې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د خیبرپښتونخوا په باجوړ سیمه کې په یو برید کې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. رسنیو د پاکستاني طالبانو د یوې خبرپاڼې په حواله راپور ورکړی دی چې په دې برید کې یې ...
Read More »یوه ښځه سپینې ماڼۍ ته په زهرو ککړ لیک د استولو په تور ونیول شوه
یوه ښځه د امریکا د متحدو ایالتونو او کاناډا په سرحد کې په دې تور نیول شوې ده چې په زهرو یو ککړ لیک یې د سپینې ماڼۍ په ادرس استولی دی. د دغې ښځې هویت لا معلوم شوی نه دی. اسوشیتډپرس وایي چې دا لیک له کاناډا څخه سپینې ...
Read More »دایران د سپاه پاسداران مشر:امریکا شړېدلې ده، ایرانیان دې بېغمه ژوند وکړي
د ایران د سپاه پاسداران ځواک مشر حسین سلامي ویلي، امریکا شړېدلې او د تل لپاره له زوره لوېدلې ده. سلامي په ایران کې یوې غونډې ته په خبرو کې زیاته کړې، امریکا اوس د پخوا په څېر په زور کې نه ده او نه شي کولی چې نورو هېوادونو ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس