ایران وایي دوی بریالي شوي چې د خپلو ۲۰ سلنه خالصو یورانیو کچه ۱۰۸ کیلوګرامه ته ورسوي. د ایران د اټومي انرژۍ مسوولینو په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې دوی دمګړی ۱۰۸ کیلوګرامه ۲۰ سلنه خالص یورانیم لري او تر څنګ یې د شپېته سلنه خالصو یورانیمو کچه هم ...
Read More »بایډن: ناټو د متحده ایالاتو د ګټو لپاره ډېره مهمه ده
د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي چې ناټو د متحده ایالاتو د ګټو لپاره ډېره مهمه ده. ولسمشر بایډن همداراز ویلي چې د ناټو تړون پنځمه فقره چې د متقابلې دفاع په اړه ده یو سپېڅلی مکلفیت په ډاګه کوي. د امریکا ولسمشر چې د بلجیم پلازمېنه بروکسل کې د ...
Read More »بلوچستان کې د چاودنې له امله ۴ پاکستاني پوځيان وژل شوي
پاکستاني چارواکو خبر ورکړی چې د بلوچستان په مرکز کوټه کې پر پاکستاني پوځيانو چاودنه شوې او د يادې چاودنې په ترڅ کې ۴ پوځيان وژل شوي دي. د پاکستان پوځ هم په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې پېښه او د خپلو ۴ پوځيانو وژل کېدل تائيد کړي دي. خو ...
Read More »سعودي عربستان له محرم پرته ښځو ته د حج کولو اجازه ورکړه
سعودي حکومت ښځو ته د فردي ازاديو د ورکولو په دوام سره، تازه اعلان کړی چې سعودۍ ميرمنې له محرم پرته د حج فريضې د ادا کولو په موخه نومليکنه کولی شي. د العربيه نيوز د راپور له مخې، د سعودي عربستان د حج وزارت ويلي چې سعودۍ ميرمنې په ...
Read More »هند کې د ۸۹ اولادونو پلار ومړ
د هند شمال ختيځ ميزورم ايالت چارواکو خبر ورکړی چې په دغه ايالت کې د نړۍ په کچه د لوی فاميل لرونکی پلار نن د شکر ناروغۍ او وينې لوړ فشار له امله مړ شو. زيونا چهانا ۷۶ کلن و، ۳۹ ميرمنې او ۸۹ تنه اولادونه لري. د فاميل له ...
Read More »د ماشومانو خوندیتوب اداره: تېره مياشت میانمار کې پر ۱۰۳ ښوونيزو مرکزونو بريدونه شوي
د ماشومانو د خونديتوب نړېوالې ادارې يا (Save the children) په ميانمار کې د ښوونځيو او نورو ښوونيزو بنسټونو پر امنيتي وضعيت اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي چې دا چار په نوموړي هېواد کې د زدهکوونکي خونديتوب له ګواښ سره مخ کولی شي. د ميانمار د ښوونځيو او ښوونيزو ...
Read More »نفتالي بينيت د اسرائيلو نوی لومړی وزير شو
د اسرائيلو پارلمان پرون يکشنبه د ( د غبرګولي ۲۳مه نېټه) نوې اېتلافي حکومت ته د تائيد رايه ورکړه. د پارلمان له لوري د نوي حکومت له تائيد سره سم، په اسرائيلو کې د مخکيني لومړي وزير بنيامين نتنياهو د واک موده هم پايته ورسېده. نفتالي بينيت چې د اېتلافي ...
Read More »نايجريا کې وسلهوالو ۵۳ تنه په ډزو وژلي
وسلهوالو بريدګرو د نايجريا په زمفره ولايت کې پر خلکو ډزې کړې او د رسمي شمېرو له مخې د يادو ډزو په ترڅ کې ټولټال ۵۳ تنه وژل شوي دي. يو شمېر سرچينو فرانس پرېس اژانس ته د شنبې په ورځ د (غبرګولي په ۲۲مه نېټه) ويلي، د نوموړي ولايت ...
Read More »اسرائيلو پارلمان په دغه هېواد کې د نوي حکومت لپاره رايه ورکوي
ټاکل شوې چې د اسرائيلو پارلمان نن شنبه د (غبرګولي ۲۳مه نېټه) د نوي حکومت لپاره رايه ورکړي. د پارلمان تر رايو وروسته ټاکل شوې د اوسني لومړي وزير بنيامين نتنياهو د واک ۱۲کلنه دوره هم پايته ورسېږي. نتنياهو د اسرائيلو په سياسي تاريخ کې لومړنی کس دی چې ۱۲ ...
Read More »پوتين: د امريکا او مسکو اړيکې تر وروستي حد ټيټې شوي
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين وايي، په وروستيو کلونو کې د امريکا او روسيې اړيکي خورا ټيټې کچې ته را لوېدلي او په خبره يې روانه اونۍ داسې مهال له ولسمشر جوبايډن سره ګوري چې سياسي اړيکې يې په ټېټه کچه کې دي. نوموړي له اېن بي سي ټلوېزيون سره ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس