د جرمني لومړۍ وزيرې انګيلا ميرکل چې ټاکل شوې په راتلونکو څو ورځو کې يې د لومړۍ وزيرې په توګه ماموريت پای ته ورسېږي، د ترکيې له ولسمشر رجب طيب اردوغان سره لېدلي دي.
نوموړې له ادروغان سره په يوه ګډ خبري کنفرانس کې د جرمني او ترکيې ترمنځ اوسنۍ اړيکې ستايلي او زياته کړې يې ده چې له اردوغان سره يې د دواړو هېوادونو د مناسباتو په نږدېوالي کې فوقالعاده ګډ کار کړی دی.
ميرکل ويلي چې دامهال د دواړو هېوادونو ترمنخ سياسي اړيکې د دوامداره متقابلو ګټو او همکاريو پر بنسټ ولاړې دي او د تل لپاره به ثابتې وي.
د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان هم د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې ستايلي او ويلي يې دی چې هېواد يې له جرمنې سره د دوامداره اړيکو رامنځته شوي چېنل ساتلو ته ژمن دی.
دا د لومړۍ وزيرې په توګه له رجب طيب اردوغان سره د انګيلا ميرکل وروستۍ رسمي لېدنه وه چې په کې تمرکز د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پر استحکام و.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس