Home » سیمه او نړی (page 139)

سیمه او نړی

پاکستان: هيله ده افغان طالبان به پاکستان کې وسله‌والو ته د فعاليت اجازه ور نه کړي

د پاکستان کورنيو چارو وزير تمه ښودلې چې په افغانستان کې جنګېدونکي وسله‌وال طالبان به په پاکستان کې تحريک طالبان پاکستان يا TTP ته اجازه ور نه کړي ور نه کړي چې د دوی خلکو او خاورې ته ضرر ورسوي. شېخ رشيد پرون د شنبې په ورځ ناوخته د (چنګاښ ...

Read More »

سخت توپان په ختيځه اروپا او روسيه کې ځاني او مالي زيانونه اړولي

په وروستيو ورځو کې ختيځه اروپا او روسيه د ډېرو موسمي بارانونه شاهده ده. خو دا بارانون د توند باد له امله تېره شپه د (چنګاښ په ۵مه) پر زيان اړوونکي توپان بدل شول. د دغه شديد توپان له امله په چک جمهوريت کې ۵تنه مړه شوي او ګڼو استوګنيزو ...

Read More »

عمران خان: پاکستان کې په خپله ښځو جنسي تاوتريخوالي ته لار پرانيستې

د پاکستان لومړي وزير عمران خان په خپله ښځې په دغه هېواد کې د جنسي تاوتريخوالي عمده لامل ګڼلي او زياته کړې يې ده چې د يادې چارې مخنيوی هم ښځې کولی شي. نوموړي له اکسيوس ورځپاڼې سره د خپلې وروستۍ مرکې پرمهال په پاکستان کې د جنسي تاوتريخوالي موضوع ...

Read More »

علي وزير ته د بوديجې اړوند پارلماني غونډه کې د ګډون اجازه ورکړل شو

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او د پاکستان د پارلمان غړي علي وزیر ته چې دا مهال د پاکستان حکومت له لوري په زندان کې شيپې او ورځې تېروي، اجازه ورکړل شوه چې د دغه هېواد د ملي بوديجې په اړه د پارلمان په ځانګړې غونډه کې ګډون وکړي. نوموړي ...

Read More »

امریکا پر ایران د ځینو بندیزونو د لرې کولو پر سر کار کوي

رویداد خبري آژانس

امریکا وایي پر ایران د ځینو بندیزونو د لرې کولو پر سر کار کوي. د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې له دې ډلې یو هم د ایران پر مذهبي مشر آیت الله خامنه یي د هغو بندیزونو لرې کول دي چې د ټرمپ د واکمنۍ پر مهال پرې لګول ...

Read More »

جرمني کې بريدګر د چړې په وسيله ۳تنه وژلي

جرمني چارواکي خبر ورکوي چې د دغه هېواد په سوېلي وورزبرګ ښار کې يوه بريدګر پر خلکو د چړې بريد کړی او ۸ کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده. د چارواکو په خبره، پېښه پرون د جمعې په ورځ د (چنګاښ په ۴مه) رامنځته شوې او په ترڅ کې ...

Read More »

بلوچستان کې د نښتې پرمهال ۵ پاکستاني پوځيان وژل شوي

د پاکستان پوځ خبر ورکړی چې په بلوچستان ايالت کې د وسله‌والو له لوري په يوه کمين کې يې ۵تنه پوځيان وژل شوي دي. د پوځ له لوري د جمعې په ورځ ناوخت د (چنګاښ په ۴مه) خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، که څه هم بريد کوونکي لا نه ...

Read More »

امريکا کې د تور پوستي جورج فلويډ قاتل پوليس په ۲۲نيم کاله بند محکوم شو

د امريکا په مينسوټا ايالت کې هغه سپين پوستی پوليس په ۲۲نيم کاله بند محکوم شو، چې د جورج فلويډ په نوم تور پوستی ځوانان يې وژلی و. د مينسوټا ايالت قاضي پيټر کايل چې پرون د جمعې په ورځ د (چنګاښ په ۴مه) يې ياده پرېکړه اوروله وويل، د ...

Read More »

د اروپایي ټولنې مشران نن په خپله سرمشریزه کې پر یو شمېر مسایلو غږېږي

رویداد خبري آژانس

د اروپایي ټولنې مشران به خپله سرمشریزه کې چې نن پنجشنبه (د چنګاښ ۳مه نېټه) پیلېږي او دو ورځې به دوام وکړي. له روسیې سره د اړیکو د پاللو په اړه پر نوي ستراتیژي او د هنګري د همجنسپالانو او نورو جنسیتي اقلیتونو د نوي لانجمن قانون په اړه خبرې ...

Read More »

د شمالي وزيرستان جانې‌خېلو اوسېدونکي اسلام‌اباد ته پر لاريون روان شول

د شمالی وزیرستان د جانې خېلو اوسېدونکي له ۲۳ ورځني پرلت وروسته نن چهارشنبه د (چنګاښ په ۲مه) په اعتراضيه ډول د اسلام‌اباد پر لور روان شول. دغه اعتراض کوونکي چې شمېر يې زرګونه تنه دی ادعا کوي، د پاکستان حکومت په شمالي وزيرستان کې د هدفي وژنو او ناامنيو ...

Read More »