د چین حکومت اعلان کړه چې غواړي د جنوبي اسیا له هېوادونو سره د کرونا ویروس واکسین مرسته وکړي. د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي پرون سې شنبې (د غویي ۷مه نېټه) وویل هېواد یې چمتو دی چې د جَنوبي اسیا هېوادونو ته د سیمهییزې راکړې ورکړې د ...
Read More »د جاسوسۍ لپاره د امریکا یوه سپوږمکۍفضا ته وتوغول شوه
د امریکا د جاسوسۍ لپاره یوه سپوږمکۍ د کالفورنیا له هوایي اډې د فضا په لور وتوغول شوه د ‘اېن.ار او اېل-دوه اتیا’ سپوږمکۍ د استولو بهیر پرون دوشنبه (د غويي۶مه) د انټرنټ له لارې خپور شو چې څو دقیقې یې دوام وکړ. دا سپوږمکۍ د امریکا د متحد ایالاتونو ...
Read More »واشنګټن ته د ارمنیانو د وژنې په تړاو د ترکیې ځواب
د ترکیې د ولسمشر ویاند ابراهیم کالین ویلي، چې ترکیه به د هغو ارمنیانو د وژنې په اړه خپله وروستی خبره وکړي، چې جو بایډن ډلهییزه وژنه او توکموژنه بللې ده. کالین زیاتوي، چې ولسمشر رجب طیب اردوغان به امریکا ته د دغه ځواب ورکولو لپاره د خپلې کابینې نظر ...
Read More »د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان استعفا وکړه
د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان استعفا وکړه. هغه په دې کار له وخت مخکې انتخاباتو ته لار پرانېسته. پاشینیان له اذربایجان سره د ارمنستان د جګړې پر وخت د ګڼو سیاسي فشارونو سره مخ وو. نیکول پاشینیان پرون یکشنبې په ورځ (د غويي ۵مه) په خپل فیسبوک کې لیکلي چې ...
Read More »کرونا ویروس؛ امریکا او یوشمېر هېوادونو له هند سره د مرستې خبر ورکړی
په هند کې د کرونا له امله د ناورین له رامنځ ته کېدو وروسته ګڼو اروپایي هېوادونو او امریکا له دغه هېواد سره د مرستې خبر ورکړی دی. د امریکا د ولسمشر په ګډون ددغه هېواد ادارو او ګڼو چارواکو په خپلو خپرو کړو پیغامونو کې ویلي چې له هند ...
Read More »سوریه کې پر ایراني بېړۍ برید شوی
د ایران العالم ټلوېزیون د راپور له مخې، هغه تېل وړونکې بېړۍ د دوی ده چې پرون شنبه (د غویي ۴مه نېټه) سوریه کې برید پرې شوی دی. دا د هغو درېیو ایراني بیړیو یوه ده چې څه موده وړاندې د تېلو دغه ترمینل ته لېږل شوې وې. د سوریې ...
Read More »په هندوستان کې د کرونا ویروس د پېښو نوی ریکارد
په هندوستان کې تېره ورځ چارواکو اعلان وکړ چې په تېرو ۲۴ تاعتونو کې ۳۳۲۷۳۰ کسان د کرونا ویروس اخته شوي دي. دا د کروناویروس له پېدا کېدو را وروسته لومړی ځل دی چې په هند کې په ۲۴ ساعتونو کې دومره ډېر کسان په دغه ویرس اخته کیږي. دوه ...
Read More »د امریکا ولسمشر جون میاشت کې بریتانیا او بلجیم ته ځي
سپینه ماڼۍ وایي، ولسمشر جو بایډن به د جون په میاشت کې بریتانیا او بلجیم ته ولاړ شي. دا به د ولسمشر په توګه بهر ته د جوبایډن لومړی رسمي سفر وي. د سپینې مانۍ ویاندې جین ساکي د جمعې په ورځ وویل، د دې سفر یو هدف له خپلو ...
Read More »د بښنې نړیوال سازمان: ۲۰۲۰ کال کې د اعدامونو کچه راټیټه شوې
د بښنې نړیوال سازمان وایي، په ۲۰۲۰ میلادي کال کې په نړۍ کې د اعدامونو کچه په لږ تر لږه یوې لسیزه کې ټیټې کچې ته رسیدلې ده. په لندن کې مېشت دغه سازمان سې شنبې په ورځ (د وري ۳۱مه) په نړۍ کې د اعدامونو په اړه خپل راپور ...
Read More »کوټه کې یوه چاودنې ۴ کسان ووژل او ۱۲ یې ټپیان کړل
د پاکستان په کوټه ښار کې د سرینا هوټل په پارکنګ کې په بمي چاودنه کې ۱۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. پاکستاني چارواکي وایي، په دې پېښه کې چې تېر ماښام شوې ۴ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي چې د ځینو وضعیت نازک ښودل ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس