د افغانستان او ترکمنستان د ولسمشر غني په حضور کې د اقتصادي همکاریو بېلابېل هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي. له ولسمشرۍ ماڼۍ خپرې شوې اعلامیه کې راغلي، دا هوکړه لیکونه او یو تړون نن د سپتمبر ۳۰ (تله۹) د کانونو او مخابراتو وزارتونو سرپرستانو، د افغانستان د برېښنا شرکت او ...
Read More »نړیوال بانک افغانستان سره ۱۰۰ میلیون ډالر مرسته کوي
په افغانستان کې د نړیوال بانک مطبوعاتي دفتر له لوري خپرې شوې اعلامیه کې راغلي، دغه بانک په افغانستان کې د مالي سکتور د ثبات او له کوچنیو سوداګریزو فعالیتونو څخه د ملاتړ لپاره ۱۰۰ میلیون ډالر تازه مالي مرسته اعلانوي. دا مرسته په داسې حال کې تصویب شوې چې ...
Read More »کرنې وزارت:په زابل کې د انځرو حاصلات سږکال دوه برابره ډېر شوي
د افغانستان د کرنې، اوبلګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې سږکال په زابل ولایت کې د انځرو حاصلات دوه برابره زیات شوي دي. د اوبلګولو او مالدارۍ وزارت د زابل د کرنې ریاست په حواله ویلي چې د نورو کلونو په پرتله سږکال په دغه ولایت کې د انځرو حاصلات ...
Read More »سږکال په ولایت کې ۱۲۰۰ مټریک ټنه د غنمواصلاح شوي تخمونه تولید شوي
د هلمند د کرنې ریاست چارواکي وایي، ددې ولایت د غنمو د اصلاح شویو تخمونو له کروندو سږکال یو زر او ۲۰۰ مټریک ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونه تولید شوي دي. د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وایي، چې په دې ولایت کې د غنمو د اصلاح شوي تخمونو ...
Read More »د کرنې وزارت:هلمند کې له کرنیزو ټولنو سره مرستې وشوې
کرنې وزارت وایي، هلمند کې یې له یو شمېر کرنیزو ټولنو سره د کرنې د ودې او پراختیا په موخه مرستې کړې دي. د هلمند دکرنې ریاست له خوا په دې ولایت کې لسګونه کرنیزې ټولنې جوړې شوي دي، ترڅو بزګرانو او مالدارانو سره یوځای د کرنې د ودې او ...
Read More »د بهرنیوچارو وزارت:ایران نیمروز اوهرات ولایتونو ته د برېښنا پر لېږد کار کوي
ایراني چارواکو ژمنه کړې چې زرنج او هرات ښارونو ته به د برېښنا پر لېږد او د بادي برښنا پر تولید کار کوي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، دغه خبره کابل ته د ایران راغلي فني او تخنیکي پلاوي، چې مشري یې د انرژۍ وزرات مرستیال همایون حایري ...
Read More »دلغمان د کرنې ریاست: لغمان کې د وریجو سږني حاصلات نږدې ۴۰زره ټنو ته رسېږي
د لغمان د وریجو سږني حاصلات نږدې ۴۰ زره ټنو ته رسیږي. د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې ددې ولایت د وریجو سږني حاصلات نږدې ۴۰ زره ټنو ته ورسیږي. د غنمو تر څنګ وریجه هم د افغانانو اساسي خواړه دي، په هېواد کې د وګړي ...
Read More »په کونړ کې له ۵۰۰ کورنیو سره د الکوزي شرکت مرسته وکړه
د کونړ والي په هڅو د ملکي او نظامي شهیدانو، معلولینو او بې سرپرستو ۵۰۰ کورنیو سره د الکوزي نړیوال شرکت له لوري د ۱۱ قلمه خوراکي توکو مرسته وشوه. د دیني مدرسو سره د تفاسیرو او نقدي مرستو ترڅنګ د الکوزي شرکت له لوري د ملکي او نظامي شهیدانو، ...
Read More »د لوګر د کرنې ریاست:د کرنیزو محصولاتو مدیریت اړوند ۲۲۶ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
لوګر ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت اړوند ۲۲۶ پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د لوګر د کرنې ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت اړوند د ۲۲۶ پروژو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. ددغو پروژو ټولیز لګښت ۱۲۲ میلیونه افغانۍ ...
Read More »کرنې وزارت:نورستان کې له یو شمېر کروندګرو سره مرستې وشوې
کرنې وزارت وایي، نورستان ولایت کې یې له یو شمېر کروندګرو او مالدارانو سره بېلابېلې مرستې کړې دي. د نورستان د کرنې ریاست د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» په همکارۍ ددې ولایت له یوشمېر کروندګرو او مالدارانو سره د جلغوزیو د غوټو راټولولو د عصري ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس