Home » اقتصادی (page 60)

اقتصادی

لغمان کې د ګلپيانو حاصلات څه باندې ۲۲زره ټنو ته رسېدلي

رویداد خبري آژانس

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي په ختیځ لغمان ولایت کې د ګلپیانو حاصلات څه باندې ۲۲ زره ټنو ته رسېدلی دي. د کرنې وزارت زیاتوي چې، روان کال په دغه ولایت کې پر ۱۰۲۵ هکتاره ځمکه ګلپيان کرل شوي وو چې حاصلات یې ۲۲۵۵۰ ټنو ته ...

Read More »

کندهار کې د اوبو د مهارولو د یو بند چارې بشپړې شوې

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د کرنې وزارت وایي، چې د پراختیایي بودیجې څخه د اته میلیونه افغانیو په لکښت د اوبو د مهارولو د یوې بند چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د کندهار د اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې ...

Read More »

مالیې وزارت:د بودجې تصویب کې ځنډ مو له ستونزو سره مخ کوي

رویداد خبري آژانس

د افغانستان مالیې وزارت وایي، د ۱۴۰۰م مالي کال د بودجې په تصویب کې ځنډ دوی په اوږدمهال کې له ستونزو سره مخامخ کوي. دا په داسې حال کې چې تېره ورځ د افغانستان ولسې جرګې د دوهم ځل لپاره د روان مالي کال د بودجې طرح رد کړه، د ...

Read More »

افغان زعفرانو د نړۍ په کچه د ښه کیفیت لومړی مقام ګټلی

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د افغانستان زعفرانو په ښه کیفیت کې د نړۍ په کچه لومړی مقام ګټلی دی. د دغه وزارت چارواکي وايي چې د اروپايي ټولنې د خوراکي توکو د خونديتوب نړیوال انستیتیوت د افغانستان زعفرانو ته د خوند درې زرین ستوري یعنې ...

Read More »

امریکا د ایران، چین او اماراتو پر یوه شمېر شرکتونو نوي بندیزونه لګولي

رویداد خبري آژانس

د امریکا متحده ایالتونو د ایران، چین او متحده عرب اماراتو پر ځینو شرکتونو نوي بندیزونه لګولي دي. د امریکايي چارواکو په خبره یاد شرکتونه د ایران د کښتۍ چلوونې له شرکت سره د اوسپنې سوداګري لري. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي، واشنګټن پر ۷ شرکتونو ...

Read More »

ارزګان کې د کرنیزو محصولاتو ۵۷ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

رویداد خبري آژانس

د ارزګان ولایت د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې د کرنیزو محصولاتو ۵۷ بېلابېلو کرنیزو پروژو رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د ارزګان د کرنې ریاست رییس احمدشاه خیري وایي، چې د روان کال په ترڅ کې ددې ولایت د کروندګرو او ...

Read More »

ولسي جرګې د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه یوه ځل بیا رد کړه

رویداد خبري آژانس

وروسته تر هغه چې د ولسي جرګې او دولت ترمنځ د استادانو او سرتېرو د معاشاتو د زیاتوالي پر سر ناندرۍ رامنځته شوې ولسي جرګې د دویم ځل لپاره د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه رد کړه ولسي جرګې د نن شنبه د جنورۍ ۱۶ ( مرغومي ۲۷) په عمومي غونډه ...

Read More »

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ ۳ مهمې پروژې پرانیستل شوې

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ درې مهمې اقتصادي پروژې د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو له لورې پرانیستل شوې. د یادو پروژو په لړ کې د نوري فایبر، د اقینې او اندخوی ۳۰ کیلو مټره رېل پټلۍ، او د ۵۰۰ میګاولټه برښنا پرانیستنه وشوه. دغه مراسم چې د فاریاب ولایت اندخوی ...

Read More »

مالیې وزارت: راتلونکې کال کې هیڅ ادارې ته امتیازي معاش نه ورکول کېږي

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د مالیې وزارت وایي، په راتلونکي ۱۴۰۰ مالي کال کې به هیڅ ډول ادارې ته امتیازي معاش نه ورکول کېږي. د رسنیو د راپورونو له مخې د مالیې وزارت ویاند شمعروز خان مسجدي وايي، په ۱۴۰۰ مالي کال کې به ټول معاشونه د عدالت په نظر کې نیولو ...

Read More »

کرنې وزارت: بغلان کې نږدې ۲ زره جریبه بڼونه جوړ شوي

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په بغلان ولایت کې د بڼوالۍ ملي پروژې له خوا نږدې ۲ زره جریبه بڼونه د جوړېدو خبر ورکړی دی. د کرنې وزارت وایي د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» له لارې روان کال بغلان کې یوزر او ۹۶۷ جریبه د ...

Read More »