Home » افغانستان » ارزګان کې د بارانونو او سېلابونو له امله یو شمېر ښوونځي ویجاړ شوي

ارزګان کې د بارانونو او سېلابونو له امله یو شمېر ښوونځي ویجاړ شوي

د ارزګان مسوولین وایي، چې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د وروستیو ورښتونو او سیلابونو له امله شاوخوا ۷۰ ښوونځي په بشپړه او نیمه بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.

د ارزګان پوهنې رییس شمس الله کامران ویلي چې دا ښوونځي او مدرسې په مرکز او ولسوالیو کې ویجاړ شوي دي.

د هغه په وینا چې د ارزګان د پوهنې ریاست د دې ښوونځیو د جوړولو لپاره کافي بودیجه نه لري.

ښاغلي کامران دا هم ویلي چې د بارانونو او سيلابونو په پايله کې شاوخوا اويا ښوونځي په بشپړه توګه ويجاړ شوي دي.

په ورته وخت کې د ارزګان اوسېدونکو له سرپرستو دولتي چارواکو او مرستندویه بنسټونو څخه د ویجاړو شویو ښوونځیو د ژر تر ژره رغولو غوښتنه کړې ده.

د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو کې د سختو بارانونو له امله د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې سیلابونو خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د تخار – بدخشان لویه لاره د سیلابونو له امله تړل شوې

د بدخشان مسوولینو د سیلابونو ...