Home » افغانستان (page 314)

افغانستان

کرونا ناورین؛ حکومت ملي عوایدو کې ۱۸ میلیارده افغانۍ زیان کړی

رویداد خبري آژانس

افغان حکومت سږ کال د کورونا وېروس کړکېچ له امله تر اوسه ۱۸میلیارده افغانۍ په ملي عوایدو کې زیان کړی دی.د افغانستان د مالیې وزارت وايي چې د سوداګریزې راکړې ورکړې، مالیې راټولونې او دولتي ادارو له لورې د عامه چوپړونو د درېدو له امله یې دغه زیان کړی دی. ...

Read More »

روغتیا وزارت:په افغانستان کې ۱۲۵نورې مثبتې پېښې ثبت شوې

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس ۱۲۵ مثبتې پېښې ثبت شوي او څلور تنه مړه شوي دي. د عامې روغتیا وزارت نن یکشنبه سپټمبر ۲۰ (وږې ۳۰) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ...

Read More »

ولسمشرغني نن سهار بامیانو ولایت ته لاړ

رویداد خبري آژانس

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ نن سهار بامیانو ولایت ته تللی دی د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي، نوموړي به په دغه سفر کې ځایي چارواکو، مشرانو او خلکو سره وګوري صدیقي دغه راز وایي چې ولسمشر به د تاریخي سیمو څخه د لیدنې ترڅنګ، ...

Read More »

دپاکستان د اطلاعاتو وزیر:هند د افغان سولې د تخریب په لټه کې دی

رویداد خبري آژانس

پاکستان یو ځل بیا ادعا کړې چې هند د افغان سولې د تخریب په لټه کې دی. د پاکستان د اطلاعاتو وزیر اکبر حسین دراني وایي پاکستان د افغانستان د سولې لپاره هڅه کړې ده چې ټولې نړۍ ولیده خو اوس هند له ټولو لارو هڅه کوي چې د افغانستان ...

Read More »

خلیلزاد:بین الافغاني مذاکرات باید په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو سبب شي

رویداد خبري آژانس

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي دي بین الافغاني مذاکرات باید په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو سبب شي. د نوموړي په وینا امریکا د افغانانو ترمنځ خبرو ته زمینه برابره کړه ...

Read More »

طالبان:اسلامي نظام تر قیامته د پلي کېدو وړ دی

رویداد خبري آژانس

طالبانو نن د هغو پوښتنو او څرګندونو په اړه رسماً خپل دریځ څرګند کړی دی چې ځینې وګړو د یادې ډلې له لوري د اسلامي نظام د جوړولو په تړاو مطرح کړې وې. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن شنبه د سپتمبر۱۹ (وږي ۲۹) پر خپل ټويټر د یو ...

Read More »

ډونالډټرمپ: طالبان ځيرک او پیاوړي خلک دي ځکه ورسره امریکا ښه چلند کوي

رویداد خبري آژانس

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، طالبان ډېر ځيرک او پياوړي خلک دي ځکه ورسره امريکا ښه چلند کوي. د رويټرز خبري اژانس د خبر له مخې نوموړي پرون په امريکا کې يوې غونډې ته ويلي:”له طالبانو سره زمونږ چال چلند په ښه توګه روان دی، هغوی ډیر ځیرک او ...

Read More »

نن هم د افغان حکومت او طالبانو د تماس ډله پر طرزالعمل بحثونه کوي

رویداد خبري آژانس

د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، نن هم د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوو له منځه جوړه شوې د تماس ډله د خبرو لپاره د طرزالعمل پر جوړولو خپلو بحثونو ته دوام ورکوي. د دغه وزارت ويانده ناجيه انوري وايي، تر یوې ورځې دمې وروسته ...

Read More »

ناپېژندو وسله والو د پکتیا د ولایتي شورا مرستیال وژلی

رویداد خبري آژانس

ناپېژندو وسله والو د پکتیا د ولایتي شورا مرستیال ایوب غروال په یو وسله والو برید کې ووژل شو. د راپورونو له مخې نن شنبه د سپتمبر ۱۹ (وږي ۲۹) مخې له غرمې شاوخوا پنځه بیجې د پکتیا په مرکز ګردیز کې د ولایتي شورا پر مرستیال ایوب غروال برید ...

Read More »

د امریکا د استازو جرګې ولسمشرغني او عبدالله عبدالله ته لیک لېږلی

رویداد خبري آژانس

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو چارو کمېټې ولسمشرغني او عبدالله عبدالله ته په یو لیک کې د افغان ښځو پر امنیت اندېښنه ښودلې ده. په دې لیک کې ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي پخلاینې مشرعبدالله عبدالله ته ویل شوي چې له افغان مخکښو ښځو، میندو، نجونو ...

Read More »